ژبه

په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر څلور میلیونو ته ورسېد

 کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر څلور میلیونه کسانو ته رسېدلی چې یو پر درې برخه یې یواځې په امریکا کې دي.

د کرونا ويروس شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين له اوهان ښاره خپور شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ څه باندې څلور میلیونه کسان اخته شوي دي.

دغې سرچینې زیاته کړې چې دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې نږدې ۲۷۵زره کسان مړه کړي او شاوخوا ۱۴ لکه کسان ترې بېرته روغېدلي دي.

د راپورونو له مخې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته یو میلیون او ۳۰۰زره کسان پرې اخته او ۷۸ زره نور کسان مړه شوي دي.

له امریکا وروسته هسپانیه کرونا ډېره ځپلې، هلته ۲۶۱ زره کسان پرې اخته او ۲۶زره کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۲۱۸زره کسان پرې اخته او څه باندې ۳۰زره ترې مړه شوي دي، په انګلستان کې ۲۱۲زره اخته او ۳۱زره مړه شوي، په روسیه کې ۱۸۸زره کسان پرې اخته او ۱۸۰۰ مړه شوي دي، په فرانسه کې ۱۷۵زره کسان پرې اخته او ۲۶زره مړه شوي، په جرمني کې ۱۷۰زره زره پرې اخته او۷۵۰۰ مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه باندې ۴۰۰۰ کسان پرې اخته،۱۱۱ مړه او ۴۸۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.