منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان کې ۴۶۸۷ کسان پر کرونا اخته ، ۱۲۲مړه او ۵۷۴ بېرته روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۸۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۱۶۱) په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۲ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۷۰۹ شکمنو پېښو ۲۸۵ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۶۸۷ ته لوړ شو.

هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ څخه ۵۷۴ کسان بېرته رغېدلي او ۱۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۶۱ یې په کابل، ۳۰ یې په کندهار، ۱۸-۱۸ یې په بادغيس او لوګر، ۱۶ یې په ننګرهار، ۱۱ يې په کونړ، اووه یې په هرات، پنځه-پنځه یې په باميان، غور او کندوز، درې-درې یې په پروان او هلمند، دوه یې په نورستان او يوه یې په ميدان وردګو ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۴۶۸۷ مثبتو پېښو څخه ۱۲۵۷ په کابل، ۹۰۱ په هرات، ۵۳۷ په کندهار، ۳۵۵ په بلخ، ۱۹۹په پکتيا، ۱۷۴په ننګرهار، ۱۰۰ په لغمان، ۹۴ په تخار، ۹۱ په غزني، ۸۸ په لوګر، ۸۱ یې په بغلان، ۷۲ یې په سمنګان، ۶۸ په جوزجان، ۶۳ یې په پنجشېر، ۶۱ یې په کونړ، ۵۸ یې په کندوز، ۵۳-۵۳ په نيمروز او ميدان وردګ، ۵۲ په بادغيس، ۳۷ یې په فراه، ۳۶ یې په غور، ۳۵ یې په هلمند، ۳۴ یې په باميان او ۳۱ په فارياب ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۳۰ پېښې په پکتيکا، ۲۸ یې په پروان،۲۲ یې په زابل، ۲۰ یې په سرپل، ۱۹ په کاپيسا، لس-لس یې په دايکنډي، خوست او بدخشان او څلور-څلور یې په اروزګان او نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا