ژبه

تورخم کې د پاکستان د پوځ یو افسر د کرونا له امله مړ شوی

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹) : په تورخم کې د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړی افسر چې په تورخم کې یې دنده لرله، د کرونا له امله مړ شوی دی.

د پاکستان د پوځ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ډګرمن محمد اصغر په نوم دغه پوځي افسر په تورخم کې د سوداګریزو موټرو د څارنې او کنټرول د برخې مسوول و.

سرچینې زیاته کړې چې هغه په دې وروستیو کې پر کرونا اخته او په روغتون کې بستر و، خو تېره شپه یې ساه ورکړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي په دې وروستیو کې د هغو کسانو د اسکریننګ مسوولیت هم درلود چې له افغانستان څخه پاکستان ته ورتلل .

د یادونې ده، چې تر اوسه په پاکستان کې تر ۳۰ زرو زیات کسان په کرونا اخته او ۶۶۲ تنه نورترې  مړه شوي دي.

login or register a new account.