کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وایي، چې تېره میاشت په افغانستان کې پر مرسته رسوونکو کارکوونکو ۷۷ بریدونه شوي چې له دې بریدونو څخه ۳۰ یې له کرونا سره د مبارزې اړونده وو.
یادې ادارې د تېرې اپریل میاشتې په خپل راپور کې چې نن د غویي په ۲۲مه، خپور شوی، ویلي چې پاتې نور ۴۷ بریدونه د مرستې رسونې په نورو فعالیتونو شوي چې په افغانستان کې د مرستې رسونې د ادارو د کار پر وړاندې د ستونزو او ګواښونو چاپیریال منعکس کوي.
خو د ملګرو ملتونو دغې ادارې نه دي ویلي چې دا دومره ډېر بریدونه د کومې ډلې له خوا شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې وړمه میاشت بیا په افغانستان کې د بېړنیو مرستو کارکوونکو باندې ۸۵ بریدونه شوي وو.
اوچا ویلي، د کرونا له وبا سره د مبارزې په برخه کې د اپریل د میاشتې ( ۱۷ وري ۲۹)پورې په ۳۳ ولایتونو کې د کرونا د وبا د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ښارونو کې په یو ډول او بل ډول پر تګ راتګ بندیزونه لګېدلي وو.
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې زیاته کړې: "له دې سره سره چې اوچا د بشري مرستو فعالیتونوته د زمینې د برابرولو لپاره په ټول هېواد کې د یوې حل لارې د موندلو ملاتړ کوي، ولایتي چارواکو ته د بشري فعالیتونود دوام په ګډون د بندیزونو د لګولو د بڼې د ټاکلو واک ورکړل شوی دی."
یادې نړیوالې ادارې ویلي، د روژې د میاشتې له پیلېدو وروسته په یو شمېر ولایتونو کې په لګېدلو بندیزونو کې نرمښت راغلی دی.
دا اداره وايي، د کرونا ویرویس د مثبتو پېښو زیاتېدو ته په کتنې د بندیزونو لرې کول به موقتي وي او له دغې وبا سره د مبارزې لپاره بندیزونو ته اړتیا شته.
ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په دغه راپور کې د بشري اړتیاوو له مخې په افغانستان کې د اوربند د ټینګېدو مسلې یادونه کړې او ویلي یې دي چې طالبانو په څرګنده د اپریل په ۲۴ ( غويي ۵) د اوربند د ټینګېدو غوښتنه رد کړې ده.
اوچا وايي: "دا په دې معنی ده چې د کرونا د وبا له امله رامنځته شویو ستونزو ته د لاس رسي په برخه کې له ګواښونو سربېره جګړه هم همداسې لا د بشري فعالیتونو لپاره ګواښونه را ولاړوي او په دې میاشت کې يې نهو ځایونو ته لاسرسی محدود کړی دی."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، جګړو په بغلان او بادغیس ولایتونو کې د مرستې رسونې ادارو له خوا د خلکو د اړتیاوو د معلومولو د ارزونې چارو مخه نیولې ، په غور او لوګر ولایتونو کې د لارو بندېدو د مرستې رسونې د کارکوونکو فعالیتونو ته خنډونه را ولاړ کړي دي.
اوچا زیاته کړې، د افغان امنیتي ځواکونو د فعالیتونو له امله د یوې غیر حکومتي موسسې یو دفتر درې ځلې زیانمن شوی دی. په فاریاب کې د دوو موسسو په ملاتړ یو ښوونځي د هاوان پر ډز او د افغان هوايي ځواک په برید کې تخریب شوی.
login or register a new account.