کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا له ناروغۍ د روغ شویو کسانو شمېره له یو نیم میلیون څخه اوښتې، بلخوا د ناروغانو شمېره یې څلور میلیونه او څه دپاسه ۱۵۵ زره کسانو ته رسېدلې ده.
د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې له دې ناروغۍ د روغ شویو کسانو شمېره له یو نیم میلیون کسانو څخه اوښتې ده.
دغې سرچینې زیاته کړې چې څلور میلیونه او څه دپاسه ۱۵۵ زره کسان پر دې ناروغۍ اخته او شاوخوا ۲۸۲ زره کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته یو میلیون اونږدې ۴۰۰ زره کسان پرې اخته او تر ۸۱ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
تر امریکا وروسته هسپانیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۲۶۴ زره کسان پرې اخته او ۲۶۵۰۰ زره کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۲۲۰ زره کسان پرې اخته او نږدې ۳۲ زره ترې مړه شوي ، په انګلستان کې ۲۲۰ زره کسان پرې اخته او۳۲ زره مړه شوي ، په روسیه کې ۲۱۰ زره کسان پرې اخته او نږدې ۲۰۰۰ تنه مړه شوي ، په فرانسه کې۱۷۷ زره کسان پرې اخته او ۲۶ زره مړه شوي، په جرمني کې ۱۷۱ زره پرې اخته او۷۵۰۰ تنه مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۴۸۰۰ کسان پرې اخته،۱۲۲ تنه مړه او۵۵۰ تنه بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.