منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان کې ۴۹۶۳ کسان پر کرونا اخته ، ۱۲۷ مړه او ۶۱۰ بېرته روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

کابل (پژواک، ۲۳ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۸۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې تر ټولو ډېرې (۸۸) په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۷۴۱ شکمنو پېښو ۲۸۱ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۹۶۳ ته لوړ شو.

هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ ۶۱۰ کسان بېرته روغېدلي او ۱۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۸۴ یې په کابل، ۳۳ یې په بلخ، ۲۸ یې په ميدان وردګو، ۲۰-۲۰ په ننګرهار او بادغيس، ۱۴ په تخار، ۱۳ په کندهار، ۱۲-۱۲ په هرات او پنجشېر، اووه په هلمند، پنځه-پنځه په کندوز، سرپل او زابل، څلور-څلور په پروان او جوزجان، درې-درې په بدخشان او کاپيسا، دوه-دوه په غور او نيمروز او يوه-يوه په پکتيا، بغلان، سمنګان،فارياب او اروزګان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۴۹۶۳ مثبتو پېښو څخه ۱۳۴۱ په کابل، ۹۱۳ په هرات، ۵۵۰ په کندهار، ۳۸۸ په بلخ، ۲۰۰ په پکتيا، ۱۹۴ په ننګرهار، ۱۰۸ په تخار، ۱۰۰ په لغمان، ۹۱ په غزني، ۸۸ په لوګر، ۸۲ په بغلان، ۸۱ په ميدان وردګو، ۷۵ په پنجشېر، ۷۲-۷۲ په سمنګان او بادغيس، ۶۸ په جوزجان، ۶۳ په کندوز، ۶۱ په کونړ، ۵۵ په نيمروز، ۴۲ په هلمند، ۳۸ په غور، ۳۷ په فراه، ۳۴ په باميان او ۳۲-۳۲ په فارياب او پروان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۳۰ پېښې په پکتيکا، ۲۷ په زابل، ۲۵ په سرپل، ۲۲ په کاپيسا، ۱۳ په بدخشان، لس-لس په دايکنډي او خوست، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا