کابل (پژواک، ۲۴ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۵۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۴۹ ) يې په بلخ کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۳ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۱۹ شکمنو پېښو ۲۵۹ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۲۲۶ ته لوړ شو.
هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ ۶۴۸ کسان بېرته رغېدلي او ۱۳۲ کسان ترې مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۴۹ په بلخ، ۲۹ په کندهار، ۲۷ په کابل، ۲۵ په تخار، ۲۳ په ننګرهار، ۲۲ په هرات، لس-لس په پروان او کونړ، اته په بادغيس، شپږ-شپږ په بغلان، لوګر او ميدان وردګ، پنځه-پنځه په دايکنډي او پنجشېر، څلور په فارياب، درې-درې په کندوز، زابل او نيمروز، دوه-دوه په هلمند، فراه او باميان او يوه-يوه په غور او لغمان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۵۲۲۶ مثبتو پېښو څخه ۱۳۶۸ په کابل، ۹۳۵ په هرات، ۵۷۹ په کندهار، ۴۳۷ په بلخ، ۲۱۷ په ننګرهار، ۲۰۰ په پکتيا، ۱۳۳په تخار، ۱۰۱ په لغمان، ۹۴ په لوګر، ۹۱ په غزني، ۸۸ په بغلان، ۸۷ په ميدان وردګو، ۸۰ په بادغيس، ۷۹ په جوزجان، ۷۷ په پنجشېر، ۷۳ په سمنګان، ۷۱ په کونړ، ۶۵ په کندوز، ۵۸ په نيمروز، ۴۵ په پروان، ۴۴ په هلمند، ٣٩-٣٩ په غور او فراه، ۳۶-۳۶په باميان او فارياب ولايتونو کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ويروس ۳۰-۳۰ پېښې په پکتيکا او زابل، ۲۵ په سرپل، ۲۲ په کاپيسا، ۱۵ په دايکنډي، ۱۳په بدخشان، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










