منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۲ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۶۳۹ ته ورسېد

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۱۸۸) په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۵مه په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰۸ شکمنو پېښو ۴۱۳ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۶۳۹ ته لوړ شو.

هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ ۶۹۱ کسان بېرته رغېدلي او ۱۳۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۸۸ په کابل، ۳۵ په غزني، ۳۴ په کندهار، ۳۰ په ننګرهار، ۲۵ په بغلان، ۲۴ په بلخ، ۲۰ په سمنګان، ۱۵ په پکتيا، نهه په ميدان وردګ، اووه په لوګر، پنځه پنځه په نيمروز، لغمان او سرپل، څلور په پکتيکا، درې په زابل، دوه په پنجشېر او يوه يوه په خوست او فارياب ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۵۶۳۹ مثبتو پېښو ۱۵۵۶ په کابل، ۹۳۵ په هرات، ۶۱۳ په کندهار، ۴۶۱ په بلخ، ۲۴۷ په ننګرهار، ۲۱۵ په پکتيا، ۱۳۳ په تخار، ۱۲۶ په غزني، ۱۰۶ په لغمان، ۱۱۳ په بغلان، ۱۰۱ په لوګر، ۹۶ په وردګو، ۹۳ په سمنګان، ۸۰ په بادغيس، ۷۹-۷۹ په جوزجان او پنجشېر، ۷۱ په کونړ، ۶۵ په کندوز، ۶۳ په نيمروز، ۴۵ یې په پروان، ۴۴ په هلمند، ۳۹-۳۹ په غور او فراه، ۳۷ په فارياب او ۳۶ په باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۳۴ پېښې په پکتيکا, ۳۳ په زابل، ۳۰ په سرپل، ۲۲ په کاپيسا، ۱۵ په دايکنډي، ۱۳ په بدخشان، ۱۱ په خوست پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

بلخوا په ټوله نړۍ کې له کرونا د مړه شوو کسانو شمېر ۳۰۰ زرو ته رسېدلی، ۳ میلیونه او ۴۴۵زره کسان پرې اخته او یو میلیون ۶۰۰زره کسان رغېدلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا