Language

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۳۰۰ زرو ته ورسېده

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۳۰۰ ته رسېدلې او له دې ناروغۍ د روغ شویو کسانو شمېره له یو میلیون او ۶۰۰زرو څخه اوښتې ده.

 بلخوا د ناروغانو شمېره یې څلور میلیونه او څه دپاسه ۴۳۰ زره کسانو ته رسېدلې ده.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښاره پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې  له دې ناروغۍ د روغ شویو کسانو شمېره له یو میلیون او ۶۰۰ زرو کسانو څخه اوښتې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې څلور میلیونه او څه دپاسه ۴۳۰ زره کسان پر دې ناروغې اخته او شاوخوا ۳۰۰ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته یو میلیون اونږدې ۴۳۰ زره کسان پرې اخته او  تر ۸۵ زرو ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته هسپانیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته  ۲۷۱ زره کسان پرې اخته  او ۲۷ زره  کسان مړه شوي، په ایټالیا کې ۲۲۲ زره کسان پرې اخته او نږدې ۳۳ زره ترې مړه شوي ، په انګلستان کې ۲۳۰ زره کسان پر اخته او۳۳  زره مړه شوي ، په روسیه کې ۲۴۲ زره کسان پرې اخته او ۲۲۰۰  تنه مړه شوي ، په فرانسه کې۱۷۷ زره  کسان پرې خته او ۲۶ زره مړه شوي، په جرمني کې ۱۷۱ زره   پرې اخته او۷۵۰۰  تنه مړه شوي دي.  

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۵۰۰۰ کسان پرې اخته، ۱۳۵ تنه مړه او۶۳۰ تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.