کابل ( پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې په لوګر ولایت کې دوه تنه ځانمرګیان او د هغوی له چاودیدونکو توکو ډک موټر له منځه وړل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غویي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماخوستن مهال رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، دوه تنه ځانمرګیان چې د پل علم ښار ته له چاودیدونکو توکو ډک موتر سره ننوتلي وو، د ازادۍ بيرغ چوک سيمه کې یې پلان درلود چې عام خلک په نښه کړي .
خو ارین وایي چې د پل علم ښار د لومړۍ حوزې پوليسو دوی پیژندلي او ویشتي یې دي، چې له امله یې دواړه بریدګر او موټر یې له منځه تللی دی.
د نوموړي په وینا، په دې پيښه کې چاته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










