کابل (پژواک، ۲۷ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۳۴۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۱۲۶ ) په پلازمېنه کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۷ مه په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۱۱۳ شکمنو پېښو څخه ۳۴۹ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۴۰۲ ته لوړ شو.
هغه زیاته کړه، تراوسه له دې ناروغۍ ۷۷۸ کسان بېرته روغ شوي او ۱۶۸ کسان یې له امله مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۲۶ په کابل، ۵۶ په پکتيا، ۳۷ په ننګرهار، ۳۱ په بلخ، ۲۹ په هرات، ۱۱ په بغلان، لس-لس په لوګر او کندهار، اته-اته په لغمان او سرپل، اووه په تخار، پنځه-پنځه په جوزجان او بادغيس، درې په کندوز او يوه-يوه په ميدان وردګو، پنجشېر او باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۶۴۰۲ مثبتو پېښو څخه ۱۸۴۴ په کابل، ۱۰۹۶ په هرات، ۶۳۶ په کندهار، ۴۹۲په بلخ،۳۱۰ په ننګرهار، ۲۸۳ په پکتيا، ۱۴۰ په تخار، ۱۲۸په غزني، ۱۲۴ په بغلان، ۱۲۲ په لغمان، ۱۱۲ په سمنګان، ۱۱۱په لوګر، ۹۷ په ميدان وردګو، ۹۳ په جوزجان، ۸۵-۸۵ په بادغيس او پنجشېر، ۷۳ په کندوز، ۷۱ په کونړ، ۶۳ په نيمروز، ۴۵ په هلمند، ۴۳ په فارياب، ۴۰ په پروان، ۳۹-۳۹په غور، فراه او سرپل او ۳۷ په باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ويروس ٣٨-٣٨ مثبتې پېښې په پکتيکا او زابل، ۲۴ په کاپيسا، ۱۶ -۱۶په دايکنډي او بدخشان، ۱۴ په خوست پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










