کابل (پژواک، ۲۸ غويی ۹۹): د افغانستان روڼتیا څار بنسټ موندنې ښيي چې د افغانستان دولتي روغتيايي مرکزونه له عملياتي ننګونو، پاکوالي او څارنې، د پرسونل له کمزوري مديريت او د عامې روغتيا وزارت له خوا له نا اغېزناکې څارنې سره مخ دي.
د ياد بنسټ په هغه راپور کې چې نن سهار خپور شوی، راغلي چې په هېواد کې کرونا ویروس د لا خپرېدو په حال کی ده، د روڼتیا څار بنسټ د هېواد په روغتيايي مرکزونو کې يوه څېړنه ترسره کړې ده.
سرچينه ليکي، دغه راپور د هغې سروې له مخې چمتو شوی چې ياد بنسټ په ۱۳ ولايتونو کې د حوزوي، ولايتي، ولسواليو او سيمو په کچه ۴۱ دولتي روغتيايي مرکزونه سروې شوي چې د روغتيايي بنسټونو د بنسټيز مديريت ارزونه، د افغانستان د روغتيايي سیستم طبي توکي او د بشري سرچينو وضعيت او د روغتيايي خدماتو په وړاندې کولو کې د روغتيايي مرکزونو پر وړتياوو تمرکز کړی دی.
د يادونې ده، دغه څېړنه په کابل، هرات، کندهار، بلخ، بامیان، غزني، پروان، ننګرهار، پکتیا، میدان وردک، کاپیسا، خوست او کندوز ولايتونو کې ترسره شوې ده.
سرچينه ليکي، د ياد بنسټ موندنې ښيي چې د افغانستان دولتي روغتيايي مرکزونه (کلینيک او روغتون) له عملياتي ننګونو، پاکوالي او څارنې، د پرسونل له کمزوري مديريت او د عامې روغتيا وزارت له غير موثرې څارنې سره مخ دی.
دغه راز په راپور کې د افغانستان له دولته غوښتل شوي چې خپلې څارنې لا پياوړې کړي، د روغتيا سکټور د شريکباڼو دوامدارو مشورو ته پام وکړي، عملياتي بېړنۍ اړتياوې، درمل، بشري سرچينو او د روغتيايي مرکزونو تجهيزاتو ته جدي پام وکړي.
د روڼتيا څار بنسټ اجرايي مشر سيد اکرام افضلي وايي: «د دولتي روغتيا سکټور پياوړې نکات لري چې د ټولو روغتيايي مرکزونو پرانیستي ساتل دي، خو د روغتيايي خدمتونو کيفيت د زېرمو، امکاناتو او کمزوري څار له امله له ستونزو سره مخ دی.»
دغه راز هغه وړانديز وکړ: «هغه کولای شو چې د روغتيايي سکټور بالقوه ځواک ته ورسېږو چې د ټولنې او عام ولس سره معنی لرونکی مشارکت وي او د عامې روغتيا وزارت له خوا په کابل او ولايتونو کې جدي څارنه شتون ولري.»
په راپور کې راغلي چې د کارکوونکو مديريت او اعتبارليکونه نسبتاً ښه دي او د راپور پر بنسټ يوازې ۷ سلنه ډاکټران چې روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي، نه دي تصديق شوي.
سرچينه زياتوي: «کلنۍ ارزونه د قناعت وړ ده چې په ۸۰ سلنه روغتيايي مرکزونو کې ترسره شوې ده او له ناروغانو سره د روغتيايي پرسونل چلند ۸۳ سلنه ښه وو. دا په داسې حال کې ده چې د حفظ او مراقبت او عملياتي استندردونو بد راپور ورکړل شوی و.
د دې راپور په يوه برخه کې د بېلګې په توګه داسې راغلي چې ۳۹ سلنه روغتيايي مرکزونه پاکې اوبه نه لري، ۵۱ بيا د ناروغانو د ويلچر لپاره لارې نه لري، يوازې ۲۲ سلنه بيا د اور وژنې خبرولو توکي او دوه سلنه د بېړني وتو دروازې لري. ۵۹ سلنه د طبي توکو په رسولو کې ستونزې ليدل شوې، په همدې د ژمي په ورځو کې د ګرمولو سيسټونو په شتونکي د ستونزو راپورونه ورکړل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې نيمايي تشنابونه ککړ او په روغتيايي سيستم نه دي برابر، په ډېرو روغتيايي مرکزونو کې امبولانسونه شته، خو لا هم يو شمېر روغتيايي مرکزونه امبولانسونه او يا هم له اړتيا ډېر کم دي.
سرچينې زياته کړې، ۲۵ سلنه ولايتي روغتونونه، ۱۱ سلنه د ولسوالیو روغتونونه چې دغه راپور په کې جوړ شوی ۱۳ سلنه لومړنۍ روغتيايي اسانتياوې او امبولانسونو نه لري.
د ياد څېړنيز راپور ليکواله ډاکټر نيپا بانرجي ويلي چې په ځينو روغتيايي مرکزونو کې موندونو د مطالعې له مخې د قناعت وړ بللي دي، د بېلګې په توګه په ډېرو روغتيايي مرکزونو کې د نل غوځونې سيستم کتل شوی او شتون يې درلود. خو په ډېرو کمو روغتيايي مرکزونو کې د نل غوځونې فعال سيسټم نه و چې دا کار د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول له جدي ستونزو سره مخ کوي.
ليکواله وايي، تجهيزات، طبي درمل او ترانسپوري اړين وسايل لکه امبولاسونه چې د با کيفيته روغتيايي خدمتونو له اساسي اړتياوو شمېرل کېږل، په ځينو برخو کې د کمزورو نکتو شتون که په ډېرو لږو ورغتيايي مرکزونو کې هم وي، د لومړي ګام په توکه چې اړتياوې دي؛ بايد اصلاح او پاملرنه ورته وشي.
د روڼتيا څار بنسټ د راپور وړانديز
د عامې روغتيا وزارت بايد د روغتيايي سکټور له شريکباڼو سره دوامداره مشورې ولري. دغه وزارت بايد د روغتيايي عملياتي اسانتياوو په موخه د خپل څار ټيم د ساتنې او څارنې مفصل پلان کې ښه والی راروي او د پلان له پيلي کېدو د ياد ټيم پر مټ خپل ډاډ ترلاسه کړي.
د يادې څېړنې بل وړانديز، «د چارو د سنجولو څارنېز چوکات» د ځانګړو شاخصونو په لرلو سره معرفي کړي. دغه چوکاټ بايد د وزارت د څارنيز ټيم له خوا تر بيا کتنو وروسته جوړ او د څارنيزو چارو د لا پرمختګ په موخه دې وکارول شي.
د افغانستان کابينه او د ماليې وزارت دې د يادو وړانديزونو د ښه پلي کېدو په موخه د کارکوونکو د سفرونو، د اړتيا وړ تخنيکي همکاريو او د پرسونل د روزنې او مشورې په موخه اضافي پیسې د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړي.
د ياد راپور د بشپړ متن د لوستو لپاره پر راپور کليک وکړئ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










