کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹): د کابل د عامې روغتیا ریاست وایي چې د کابل ښاریانو له خوا پر خپل سر د کرنټین ماتول به وضعیت نه کنټرولېدونکی او سخت کړي او که حالت په همدې ډول دوام وکړي ډاکتر ونه مومئ چې د ناروغ درملنه مو وکړي.
د دغه ریاست مسوولینو خپله اندېښنه د فېسبوک له لارې شریکه کړې او له خلکو یې غوښتي دي: "ګرانو هېوادوالو! یا به په کور پاتې کېږئ او د خپل ځان ساتنه به کوو یا به کرنټین ماتوئ او ټول به په ډله ییز ډول یوه غمجنه راتلونکې ځان ته جوړوو"
سرچینه دغه راز لیکي: "د کرنټین ورځو کې زموږ ټیمونه پر دې قادر وو چې د کابل په هره نقطه کې د یو ساعت پر مهال ټیسټونه واخلي او نورو ناروغانو ته چمتووالی ونیسي خو د دوو وروستۍ ورځو ګڼه ګوڼه لامل شوې زموږ هر ټیم د یو ټیسټ یا نمونې اخیستو لپاره پنځه یا اووه ساعته تېر کړي."
د کابل د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د افغان جاپان روغتون پنځوس بستره ظرفیت ډک شوی او نور د ناروغانو ځایولو وړتیا نه لري.
د سرچینې په خبره، د کابل د یو شمېر روغتونونو کارکوونکي د کرونا علایم لري او کرنټین ته تللي دي. همدا اوس ناروغانو ته کافي پرسونل نشته او که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، تر راتلونکو دوو اوونیو به ډاکتر پیدا نه شي چې ناروغان مو درملنه کړي.
د عامې روغتیا ریاست زیاته کړې: "هغه ناروغان چې عملیاتو ته اړتیا لري، د پرسونل د خوندیتوب لپاره باید د کرونا ټیسټ یې وشي او د هغه نتیجه په دې اوس وخت کې دوه ورځې وخت اخلي.
هغه ناروغان چې عاجل عملیاتو ته اړتیا لري، تاسو خپله فکر وکړئ.
پرانیستی بازار خلک د اختر لمانځلو ته هڅوي
د عامې روغتیا ریاست لیکلي چې د اختر لمونځ ترسره کول او اختر مبارکیو لپاره ګرځېدل په اوسنیو شرایطو کې د ډله ییزې ځانوژنې په حکم کې راځي.
سرچینه لیکي: "که تر اوسه خپلو کورونو کې له ویروسه خوندي وو، خو په اختر کې ګرځېدل به لامل شي څو ویروس زموږ په فرش او ظرف کې ځان ونیسي.
اختر مبارکي او غېږ ورکول به د کتلوي ځان وژنې بل ډول وي.
د عامې روغتیا ریاست وایي، وچه مېوه ښایي د کورونا ویروس د انتقال لامل شي او ویروس ښایي زموږ ټول مېلمانه ونیسي.
په دغه متن کې راغلي: "د ځینو هېوادوال چېغې پورته شوې وې، چې د فقر او نمړۍ ډوډۍ لپاره اړ دي کرنټین مات کړي خو شواهد ښیي له بده مرغه ډېری کسان چې په دې ورځو کې په ښار کې ګرځي، ټول د اختر لپاره هوسانه سوداوې کوي."
د کابل د عامې روغتیا رییس ډاکتر خوشحال نبي زاده پژواک ته وویل: "رښتیا هم زموږ اندېښنه تر هغه ډېره ده چې خپل فېسبوک کې مو شریک کړي، همدا اوس زموږ روغتیایي ټیمونه لاربندۍ کې بند پاتې دي خو د عامې روغتیا وزارت اجرایي مرجع نه لري، موږ همدومره وکولای شول چې ووایو چې باید کرنټین اعلان شي."
هغه په دوام وایي: "د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره موږ هره ورځ په کابل کې له پولیسو سره تماس کې یو خو زموږ ښاریانو وضعیت داسې جوړ کړی چې د پولیسو هم له توانه وتلې ده څو د دومره سرغړونو مخه ونیسي."
نوموړي د خبرو په دوام کې وویل چې له کورنیو چارو وزارت سره یې هم خبرې کړې دي هغوی هم د وضعیت له لا خرابېدو اندېښمن دي او وایي: "دغه حالت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه پولیس هم د دغه مرض ګواښ دی او وضعیت له کنټروله وتلی دی."
ډاکتر خوشحال وویل چې په دې مرحله کې باید د حکومت چارواکي پرېکړه وکړي څو له قهریه قوې په استفادې له دغه وضعیت سره مبارزه وشي پرته له دې داسې حالت به راشي چې مخنیوی به یې بیا ستونزمنه خبره وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










