کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹) : په اسرائیلو کې د چین سفیر په خپل کور کې په مرموز ډول مړ، موندل شوی او پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
نړیوالو رسنیو د اسرائیلي چارواکو په حواله د غویي په ۲۸مه، خبر ورکړی چې د چین سفیر ډو وي، نن د اسرائیلو پلازمېنې تل ابیب اړونده په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.
په اسرائیلو کې د چین سفارت په ویب پاڼه کې هم ددې خبر پخلی شوی، خو دا نه دي ویل شوي چې ۵۷ کلن سفیر څه ډول مړ شوی دی.
ډو وي درې میاشتې مخکې په اسرائیلو کې د سفیر په توګه دنده پیل کړې وه.
بلخوا ځینو سرچینو د اسرائیلي چارواکو له خولې خبر ورکړی چې ممکن چیني سفیر د زړه د تکلیف له امله مړ شوی وي او ویل کیږي چې د خوب پر مهال یې ساه ورکړې ده.
د یادونې ده چې څو ورځې مخکې اسراییلو ته د سفر پر مهال دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یو ځل بیا د کرونا ویروس د خپرېدو له امله پر چین نیوکه کړې وه، خو هلته د چین سفارت د پومپیو دا څرګندونې رد کړې وې.
login or register a new account.