کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۹۰ زرو او پرې د اخته کسانو شمېره یو نیم میلیون تنو ته رسېدلې ده.
د کرونا ويروس شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، چې اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې له دې ناروغۍ د روغ شویو کسانو شمېره له یو میلیون او ۸۰۰ زرو کسانو څخه اوښتې ده.
دغې سرچینې زیاته کړې چې څلور میلیونه او څه دپاسه ۷۰۰ زره کسان پر دې ناروغه اخته او شاوخوا ۳۱۳ زره کسان یې له امله مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له یو نیم میلیون څخه اوښتې او تر ۹۰ زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
تر امریکا وروسته هسپانیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۲۷۶ زره کسان پرې اخته او نږدې ۲۸ زره کسان مړه شوي، په روسیه کې ۲۷۲ زره کسان پرې اخته او ۲۵۰۰ مړه شوي، په ایټالیا کې ۲۲۵ زره کسان پرې اخته او نږدې ۳۳ زره ترې مړه شوي ، په انګلستان کې ۲۴۰زره کسان پرې اخته او۳۴ زره مړه شوي ، په فرانسه کې۱۷۹ زره کسان پرې اخته او ۲۷ زره مړه شوي، په جرمني کې ۱۷۸ زره پرې اخته او۸ زره تنه مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه شپږزر کسان پرې اخته، ۱۶۰ تنه مړه او۷۷۰ تنه بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.