کابل (پژواک، ۲۹ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۰۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۱۶۲) په پلازمېنه کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۹ مه په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۸۵۸ شکمنو پېښو ۴۰۸ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۰۷۲ ته لوړشو.
هغه زیاته کړه، تراوسه له دې ناروغۍ ۸۰۱ کسان بېرته روغ شوي او ۱۷۳ کسان یې له امله مړه شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۶۲ په کابل، ۹۵ په هرات، ۳۱ په بلخ، ۲۰ په تخار، ۱۹ په خوست، ۱۸ په پروان، ۱۵ په پکتيا، اته په ميدان وردګ، اووه په لوګر، شپږ په بغلان، پنځه ـ پنځه په غور او دايکندي، څلور ـ څلور په پکتيکا او کونړ، درې ـ درې په کندوز او پنجشېر، دوه په کاپيسا او يوه په لغمان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۷۰۷۲ مثبتو پېښو څخه ۲۰۶۶ په کابل، ۱۲۴۹ په هرات، ۶۳۵ په کندهار، ۵۳۴ په بلخ، ۳۱۰ په ننګرهار، ۳۰۸ په پکتيا، ۱۷۰په تخار، ۱۳۶ په بغلان، ۱۳۴ په سمنګان، ۱۳۲ په لوګر، ۱۲۸ په غزني، ۱۲۳په لغمان، ۱۱۵په وردګ، ۱۰۲ په جوزجان، ۹۳ په بادغيس، ۸۸په پنجشېر، ۷۶په کندوز، ۷۵ په کونړ، ۶۸ په پروان، ۶۳ په نيمروز، ۵۱ په فارياب، ۵۰ په پکتيکا، ۴۵ په هلمند، ۴۴-۴۴ په غور او خوست، ۳۹-۳۹په فراه او سرپل او ۳۷په باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
دغه راز د کرونا ويروس ۳۸ مثبتې پېښې په زابل، ۳۴ په کاپيسا، ۲۱ په دايکنډي، ۱۶ په بدخشان، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










