کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۸۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۱۶۵) په پلازمېنه کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۳۰ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۲۰۰ شکمنو پېښو ٥٨١ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۶۵۳ ته لوړ شو.
هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ ۸۵۰ کسان بېرته روغ شوي او ۱۷۸ کسان ترې مړه شوي دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۱۶۵ په کابل، ۱۳۴ په ننګرهار، ۵۵ په بلخ، ۳۸ په هرات، ۳۰ په لغمان، ۲۹ په پکتيا، ۲۳ په سمنګان، ۲۱ په غزني، ۱۶ په کونړ، ۱۵ په سرپل، ۱۳ په بادغيس، ۱۲ په تخار، نهه په پنجشېر، پنځه په بغلان، څلور-څلور په کندوز او پروان، درې په پکتيکا، دوه په خوست او يوه-يوه په بدخشان، دايکندي او ميدان وردګو ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ۷۶۵۳ مثبتو پېښو څخه ۲۲۳۱ په کابل، ۱۲۶۸ په هرات، ۶۳۶ په کندهار، ۵۸۹ په بلخ، ۴۴۴ په ننګرهار، ۳۳۷ په پکتيا، ۱۸۲ په تخار، ۱۵۷ په سمنګان، ۱۵۳ په لغمان، ۱۴۹ په غزني، ۱۴۱ په بغلان، ۱۳۲ په لوګر، ۱۱۶ په ميدان و وردګو، ۱۰۶ په بادغيس، ۱۰۲ په جوزجان، ۹۷ په پنجشېر، ۹۱ په کونړ، ۸۰ په کندوز، ۷۲ په پروان، ۶۳ په نيمروز، ۵۴ په سرپل، ۵۳ په پکتيکا، ۵۱ په فارياب، ۴۶ په خوست، ۴۵ په هلمند، ۴۴ په غور، ۳۹په فراه او ۳۷په باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي
دغه راز د کرونا ويروس ۳۸ مثبتې پېښې په زابل، ۳۴ په کاپيسا، ۲۲په دايکنډي، ۱۷ په بدخشان، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










