منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان کې ۸۱۴۵ کسان پر کرونا اخته،۱۸۷ مړه او ۹۳۰ بېرته روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۲۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۲۶۲) په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۳۱ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰۳ شکمنو پېښو ۴۹۲ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۱۴۵ ته لوړشو.

هغه زیاته کړه، تراوسه له دې ناروغۍ ۹۳۰ کسان بېرته روغ او ۱۸۷ تنه یې له امله مړه شوي دي .

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۲۶۲ په کابل،

۵۹ په هرات، ۳۳ په بلخ، ۳۹ په بغلان، ۲۸ په تخار، ۱۴ په جوزجان، لس ـ لس په پکتيا او ننګرهار، نهه ـ نهه په پنجشېر او پروان، اوه په کونړ، شپږ په لوګر، پنځه په کاپيسا، څلور ـ څلور په سرپل او فراه، او دوه په غزني ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو

۸۱۴۵ مثبتو پېښو څخه ۲۴۹۳ په کابل، ۱۳۴۵ په هرات، ۶۳۶ په کندهار، ۶۲۲ په بلخ، ۴۵۴ په ننګرهار، ۳۴۴ په پکتيا، ۲۱۰ په تخار، ۱۷۱ په بغلان، ۱۵۷ په سمنګان، ۱۵۳ په لغمان، ۱۵۱ په غزني، ۱۳۸ په لوګر، ۱۱۶-۱۱۶ په وردګ او جوزجان، ۱۰۶-۱۰۶ په بادغيس او پنجشېر، ۹۸ په کونړ، ۸۳ په کندوز، ۸۱ په پروان، ۶۳ په نيمروز، ۵۸ په سرپل، ۵۳ په پکتيکا، ۵۱ په فارياب، ۴۶ په خوست، ۴۵ په هلمند، ۴۴ په غور، ۴۳ په فراه او ۳۷ په باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي

دغه راز د کرونا ويروس ۳۹ مثبتې پېښې په کاپيسا، ۳۸ په زابل، ۲۲په دايکندي، ۱۷ په بدخشان، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا