کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره پنځه میلیونه او له کرونا څخه د روغ شویو کسانو شمېره هم نږدې دوه میلیونو ته رسېدلې ده.
د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره پنځه میلیونو ته رسېدلې ده.
دغې سرچینې زیاته کړې چې شاوخوا دوه میلیونه نور ناروغان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۲۴ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له یو نیم میلیون څخه اوښتې او تر ۹۳ زرو ډېر کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
تر امریکا وروسته روسیه له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته ۳۰۰ زره کسان پرې اخته، خو یواځې درې زره کسان مړه شوي، په هسپانیه کې ۲۷۹ زره کسان اخته او نږدې ۲۸ زره کسان مړه شوي، په برازیل کې ۲۶۳ زره کسان پرې اخته او ۱۸ زره مړه شوي، په ایټالیا کې ۲۲۷ زره کسان پرې اخته او نږدې ۳۳ زره ترې مړه شوي، په انګلستان کې ۲۴۹زره کسان پرې اخته او نږدې ۳۵ زره مړه شوي، په فرانسه کې۱۸۰ زره کسان پرې اخته او ۲۸ زره مړه شوي، په جرمني کې ۱۷۸ زره پرې اخته او۸ زره تنه ترې مړه شوي دي.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه ه نږدې اته زره کسان پرې اخته، ۱۸۰ تنه مړه او ۸۸۰ تنه بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.