منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په افغانستان کې ۸۶۷۶ کسان پر کرونا اخته، ۱۹۳ مړه او ۹۳۸ بېرته روغ شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۳۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۲۷۴) په پلازمېنه کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰۷ شکمنو پېښو ۵۳۱ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۶۷۶ ته لوړشو.

هغه زیاته کړه، تراوسه له دې ناروغۍ ۹۳۸ کسان بېرته روغ شوي او ۱۹۳ نور یې له امله مړه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۲۷۴ په کابل، ۶۹ په هرات، ۵۵ په بلخ، ۳۵ په ننګرهار، ۲۶ په میدان وردګو، ۱۵ په سرپل، ۱۳ پروان، ۱۲-۱۲ په خوست او پکتیکا، اووه په پکتیا، پنځه په لغمان، درې په فاریاب، دوه ـ دوه په جوزجان او فراه او یوه هم په بادغیس ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو

۸۶۷۶ مثبتو پېښو څخه ۲۷۶۷ په کابل، ۱۴۱۴ په هرات، ۶۳۶ په کندهار، ۶۲۲ په بلخ، ۴۸۹ په ننګرهار، ۳۵۱ په پکتيا، ۲۱۰ په تخار، ۱۷۱ په بغلان، ۱۵۷ په سمنګان، ۱۵۸ په لغمان، ۱۵۱ په غزني، ۱۳۸ په لوګر، ۱۴۲ په وردګو، ۱۱۸ جوزجان، ۱۰۷ په بادغيس ۱۰۶ په پنجشېر، ۹۸ په کونړ، ۸۳ په کندوز، ۹۴ په پروان، ۶۳ په نيمروز، ۷۱ په سرپل، ۶۵ په پکتيکا، ۵۴ په فارياب، ۵۸ په خوست، ۴۵ په هلمند، ۴۴ په غور، ۴۵ په فراه او ۳۷ په باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ۳۹ مثبتې پېښې په کاپيسا، ۳۸ په زابل، ۲۲په دايکنډي، ۱۷ په بدخشان، پنځه په اروزګان او څلور په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

 

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا