Language

د سعودي د وژل شوي ژورنالېست خاشقجي کورنۍ د هغه قاتلین وبښل

کابل (پژواک ۲ غبرګولی ۹۹) : د سعودي عربستان د وژل شوي ژورنالېست جمال خاشقجي کورنۍ  وایي چې د الله د رضا لپاره یې د نوموړي قاتلین معاف او بښلي دي.

جمال خاشقجي چې د سعودي د حکومت يو له سختو منتقدينو څخه و او امريکايي تابعيت يې هم درلود، شاوخوا یو نیم کال مخکې د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي په کونسلګرۍ کې په مرموز ډول وژل شوی و.

د هغه تر مړینې وروسته داسې ويډيو خپره شوې چې جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ ته ننوځي، خو بيا بېرته را ونه وت. د هغه له نادرکه کېدو وروسته پر سعودي حکومت تور پورې شوى و چې جمال يې په مرموز ډول وژلى دى.

د نړیوالو تر کلکو نیوکو او ګواښونو وروسته د سعودي حکومت ومنله چې جمال خاشقجي په کونسلګرۍ کې له مامورينو سره د شخړې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

تېر کال د سعودي عربستان یوې  ځانګړې محکمې د خاشقجي په قضيه کې پنځه کسان پر اعدام او درې نور په ٢٤، ٢٤ کلونو بند محکوم کړي دي.

د سعودي رسنیو د معلوماتو له مخې، اوس د خاشقجي کورنۍ د هغه قاتلین معاف او بښلي دي.

 د هغه مشر زوی صلاح خاشقجي په ټویټر کې یوه لنډه خبرپاڼه کې د خپل پلار د قاتلینو د معاف کولو اعلان کړی دی.

ده زیاته کړې : (( د روژې په مبارکه میاشت او دلیله القدر په ممکنه شپه کې د الله د رضا او اجر ترلاسه کولو لپاره مو دغه پرېکړه کړې، الله تعالی دې د هغه قاتلین هم معاف کړي. ))

 

login or register a new account.