کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۴۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره په هېواد کې د ټولو ناروغانو شمېره له نهو زرو څخه اوښتې ده.
د عامې روغتيا وزارت له خوا د غویي په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۱۸۳ شکمنو پېښو ۵۴۲ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۲۱۶ ته لوړشو.
سرچینې زیاته کړې، تراوسه له دې ناروغۍ ۹۹۳ کسان بېرته روغ شوي او ۲۰۵ نور یې له امله مړه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تر ټولو زیات ۲۹ ، ۲۹ کسان په بلخ او کابل ولایتونو کې له کرونا مړه شوي دي، دغه راز ۲۶ په هرات کې، ۲۰ په ننګرهار کې، ۱۶ کندهار کې، ۱۳ غزني کې، او اته تخار کې مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې تر تولو زیاتې ۳۱۶ په کابل، او۴۷ په هرات کې ثبت شوې دي.
login or register a new account.