کابل(پژواک، ٤ غبرګولی۹۹):متخصصین وايي، روژه کې انسان ډېرې روغتیایي ګټې، لکه د کلستورل او وزن کموالی او رواني سلامتیا تر لاسه کوي، خو د دغو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید اختر کې له ډېرو خوړو ډډه وشي.
هغوی توصيه کوي چې د اختر په ورځو کې بايد ډېر خوراک ونه شي، د وچې مېوې، کيک او کلچو پر ځای تازه ميوې وخوړل شي، د ګاز لرونکو څښاک پر ځای خالي اوبه او بسته شویو او سره کړل شویو خوړو پر ځای سابه، يخني او آش وخوړل شي.
د عامې روغتیا وزیر ستر سلاکار او او د خوړو متخصص ډاکټر همايون لودين پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې وويل چې د روژې په مبارکه مياشت کې معده شاوخوا ۱۷ ساعته ارام کوي او داسې عادت کيږي چې په اسانۍ سره خواړه نه شي هضمولای؛ نو توصيه کېږي چې د اختر په ورځو کې د سختو خوړو له خوړلو ډډه وشي.
هغه وایي چې ډېر خوراک د بد هضمۍ، اسهال، کانګو او مايعاتو د له منځه تلو لامل کېږي او دغه حالت ته د خوړو تسمم ويل کېږي.
د هغه په وينا، د اختر په ورځو کې ډېر خوراک د دې تر څنګ چې د هاضمې په سيسټم کې ستونزې رامنځته کوي، د کسالت، ستومانتیا، سردرد او کمزورتيا لامل هم کيږي.
دی زياتوي، د اختر په ورځو کې ډېر خوراک د دې ترڅنګ چې عارضي ستونزې رامنځته کوي، کولای شي اساسي روغتيايي ستونزې هم راپيدا کړي.
ده زياته کړه:«غوره لار داده چې د اختر په ورځو کې لږ خواړه وخوړل شي، ځکه د نه خوړولو پر وړاندې هېڅ ستونزه نه شته، روژه هم نه ده چې پېشلمې وي او يا د ورځې په جريان کې څه ونه خوړل شي.»
د هغه په وينا، د تازه ميوو کارول د وجود لپاره غوره خواړه دي، بايد بدلونونه رامنځته شي او د وچې مېوې، کيک او کلچو پر ځای بايد تازه ميوه وکارول شي.
لودین توصیه کرد که شهروندان در ایام عید از خوردن غذاها، نوشابه ها و سایر محصولات پاکت شده آمادۀ بازاری از قبیل نوشابه های گازدار، آب میوۀ پاکتی و انواع شیرینی باب خودداری کنند؛ زیرا روغنی که در کیک و کلچه استفاده شده، به بدترین روغن تبدیل شده و بدن توانایی جذب آن را نمی داشته باشد و منجر به سکته های مغزی و بلند رفتن فشار خون می شود.
لودين توصيه کوي چې هېوادوال بايد د اختر په ورځو کې د بازار د پاکټ شويو خوراکونو، ګاز لرونکيڅښاک، د ميوو د پاکټ شويو اوبو له کارولو ډډه وکړي، ځکه کوم غوړي چې د کيک او کلچو د پخولو پر مهال کارول کیږی، تر ټول بد غوړي دی چې وجود يې د جذب ځواک نه لري، د مغزي سکتې او د وينې د لوړ فشار د رامنځته کېدو لامل کيږي.
دی زياتوي، که څوک د يوې ورځې په موده کې له لسو مغزونو (چهارمغز، بادام، پستې او خستې) ډېر وکاروي د خوړو له تسمم، بد هضمۍ او نورو روغتیایي ستونزو سره مخ کیدای شي.
هغه وايي، اوبه بايد ډېرې وکارول شي، سره کړي خواړه د وجود لپاره تر ټولو بد خواړه دي، ځکه معده د اختر په ورځو کې د داسې خوړو له هضم سره نه وي بلده، نو ځکه باید ونه خوړل شي.
دی زياتوي، اوبه لرونکي خواړه لکه يخني، اش او نورچې هېڅ سره شوي مواد نه لري، دغه راز سابه د بدن لپاره تر ټولو ښه خواړه دي.
لودي وايي:«له بده مرغه د اختر په ورځو کې ګورو چې د ډېر خوراک له امله په روغتونونو کې ځای نه وي، ډېر ناروغان د ډېرو خوړولو له خوراکه ځورېږي.»
هغه له خلکو غواړي چې د اختر په ورځو کې په تدريجي ډول خواړه وخوري، ځکه په دغه وخت کې معده خپل ځان د استراحت له حالت بيا عادي او فعال حالت ته ګرځوي.
در عين حال فیض الله کاکر یک تن از متخصصین امور صحی قبلا با پژواک گفته بود که مسلمانان در ماه مبارک رمضان به دستاوردهای زیادی دست میابند.
د روغتيایي چارو پوه فيض الله کاکړ هم وایيچې مسلمانان د روژې په مبارکه مياشت کې ډېرې لاسته راوړونې لري.
هغه وایي:«د روژې په مبارکه مياشت کې د بدن غوړ کميږي، د وينې بد کلسټرول کمیږياو دا کار د زړه او مغزو د لا روغتيا لامل کيږي.»
هغه زیاتوي:«د روژې په مبارکه مياشت کې د استقلاب فعالیت (د هضم او انرژۍ د تولید لپاره د هضم ځواک) په بدن کې کمیږي او دا د دې لپاره دې چې په وجود کې ذېرمه شوې انرژي د روژې نيولو پر مهال په ډېر اقتصادي ډول مصرفيږي. موږ د همدې فعاليت په کمېدو سره اختر لمانځو که د خوړو پر مهال احتياط ونه کړو او ډېر خواړه وخورو د وجود د استقلاب فعالیت راټيټيږي او په ډېره اسانۍ سره زموږ د وجود وزن ډېريږي او د وينې کلسټرول لوړېږي.»
دی توصيه کوي چې د اختر په ورځو کې خواړه لږ وکارول شي، په ځانګړي ډول غوړ لرونکي او خواږه توکي او د درې وخته خوړو پر ځای څلور يا پنځه ځله خواړه وخورو خو هر ځل بايد لږ خواړه وخوړل شي. د ورځې په اوږدو کې د څو ځله خوړو خوړل په تدريجي ډول د بدن د استقلاب د بيا فعاليدو لامل کيږي او دغه کار د چاغېدو او خوړو د ډېر جذب مخنیوی کوي.
دی زياتوي، د اختر په ورځو او ان د يوې اوونۍ په اوږدو کې د لږو خوړو د کارولو پر مهال بايد ډېر خواړه سابه او تازه ميوه وي او ورسره مایعات ډېر وکارول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










