کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹): د اسلامي هېوادونو سازمان له افغانستان سره د کرونا ضد درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده.
د دغه سازمان د غبرګولي په ۱۸مه، په ټویټر پاڼه کې د یو خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه مرستې په افغانستان کې د دې سازمان سفیر حسین بوستالي د افغانستان د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني ته وسپارلې.
سرچینې زیاته کړې، له دې مرستو څخه موخه داده چې افغانستان وکولی شي د کرونا وبا پر ضد ښه مبارزه وکړای شي.
د اسلامي هېوادونو سازمان ویلي چې دوی به خپلو غړو هېوادونو سره په دې سخت وخت کې مرستو ته ادامه ورکوي.
بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرستې ورته د کابل هوایي ډګر کې سپارل شوې دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې مرستو کې ماسک، جراحي ماسکونه او محافظتي لباسونه شامل دي.
login or register a new account.