Language

د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د کرونا ناروغۍ وضعیت

کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، دافغانستان په نږدې ګاونډیو کې کرونا تر ټولو زیات ایران او پاکستان ځپلي، خو په لرو ګاونډیانو کې بیا هندوستان کې یې ناروغان او مړي ډېر دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۱۵ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په نورو اسیایي هېوادونو، اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون او نورو نړیوالو سرچینو د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمېره  نږدې اووه میلیونه ته رسېدلې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه درې میلیون او ۴۱۳ زره  کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي او څلور سوه زره کسان ترې مړه شوي دي.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه تر ۲۰ زره ډېر کسان پرې اخته، ۳۵۷ تنه مړه او شاوخوا ۱۸۵۷کسان بېرته روغ شوي دي.

د افغانستان په ګاونډیانو کې تر تولو زیات ایران او پاکستان له دې ناروغۍ څخه ځپل شوي دي، د معلوماتو له مخې، په ایران کې تر اوسه ۱۷۰ زره کسان پر دې ناروغۍ  اخته، اته زره مړه او ۱۳۲ زره بېرته روغ شوي دي.

تر ایران وروسته په پاکستان کې ددې وبا ناروغان ډېر دي، د پاکستانیو رسنیو د معلوماتو له مخې، هلته د ناروغانو شمېره تر سل زرو اوښتې، شاوخوا دوه زره کسان ترې مړه شوي  او ۳۳ زره بېرته روغ شوي دي.

په چین کې چې لومړی دا ناروغي خپره شوې اوس د افغانستان په ګاونډیو کې درېیم هیواد دی چې په کې کرونا ډېره خپره شوې ده، هلته ۸۳ زره کسان پرې اخته، ۴۶۰۰ مړه او ۷۸ زره بیرته روغ شوي دي.

د افغانستان په شمالي ګاونډیانو کې تاجکستان بیا ډېر ناروغان لري، هلته ۴۴۵۳ تنه پرې اخته ، ۴۸ تنه مړه او ۲۵۸۳ بیرته روغ شوي، په ازبکستان کې ۴۱۸۱ تنه ناروغ، ۱۷ تنه مړه او ۳۲۶۸ تنه بېرته روغ شوي دي.

خو ترکمنستان د افغانستان یواځینی ګاونډی هیواد دی چې تر اوسه په کې د کرونا هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د افغانستان په لرو ګاونډیانو کې بیا هندوستان له کرونا څخه ډېر ځپل شوی، هلته ۲۷۶ زره کسان پرې اخته، اووه زره مړه او ۱۱۹ زره بیرته روغ شوي دي.

login or register a new account.