کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۹) : د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې اعلان وکړ چې په هېواد کې یې د کرونا ویروس خپرېدل له منځه وړي او دا ویروس هلته ختم شوی دی.
لومړۍ وزیرې مېرمن اردیرن دغه اعلان نن د غبرګولي په ۱۹مه، کړې، تر اعلان څو ساعته مخکې ددغه هېواد د روغتیا د برخې مشرې اشلي بلومفیلډ په یوې اعلامیې کې وویل چې په کرونا ویروس د اخته د وروستي کس له رغېدو وروسته د کوم کس د اخته کېدو او نه اخته کېدو پېښه ثبته شوې نه ده.
هغې زیاته کړې وه، چې په هېواد کې یې د کرونا ویروس وروستۍ پېښه ۱۷ ورځې مخکې ثبته شوې او دا د فبرورۍ له ۲۸ نېټې وروسته نوې پېښې وه.
د نیوزلنډ د روغتیا د برخې مشرې ویلي : "دا د کرونا ویروس د مخنیوي په لاره کې زموږ تر ټولو غټه لاس ته راوړنه ده، خو د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به احتیاطي اقدامات روان وي. "
په همدې حال کې د نیوزلنډ صدراعظمې ویلي چې په هغه هېواد کې د قرنطین یوه بله درجه هم کموي چې په ترڅ کې به یې په عموميغونډو باندې محدودیتونه هم له منځه ځي، خو د ماسک تړل به جبري وي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، نیوزیلینډ د مارچ په میاشت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره محدودیتونه ولګول او له ځینو حیاتي کاروبارونو پرته یې نور ټول اقتصادي کارونه بند کړل، نړیوال پروازونه یې وځنډول او سرحدونه یې وتړل.
په نیوزیلینډ کې تېره مۍ میاشت کې د لګول شویو بندیزونو کمول پیل شول او صدراعظمې اردیرن اعلان وکړ چې د بیارغونې کارونه، داخلي پروازونه، مارکېټونه، رسټورانټونه، سینماګانې او ښوونځي دې بېرته پرانیستل شي.
په نیوزلنډ کې تر دې دمه ۱۱۵۴ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي و، چې تر ۲۲ مړه کېدو پرته نور ټول روغ شوي دي.
په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د ختمېدو له رسمياعلان وروسته د نیوزیلینډ د رګبې لوبې ادارې وویل چې د همدغې اوونۍ په پای کې به د نوي سیزن لوبې وي او نندارچیان کولی شي میدان ته راشي او لوبه وګوري.
د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس، د نړۍ په ۲۱۰ هېوادونو او سیمو کې څه باندې ۴۰۰زره کسان د کرونا له امله مړه شوي او اووه میلیونه نور کسان پرې اخته شوي دي.
login or register a new account.