پلخمري (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٩): د بغلان د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې د کرونا ويروس د دغه ولايت ټولو سيمو ته خپور شوى او دا مهال ٣٠ روغتيايي کارکوونکي هم په دغه ويروس اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو څه باندې پنځه سلنه روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران دي.
دوى وایي چې دکرونا وبا په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپره شوې او تر اوسه د افغانستان له ټول نفوس څخه نږدې ٤٦ زره يې چک شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت مسوولين زياتوي چې تر اوسه په ټول هېواد کې ۲۲۱۴۳ کسان پر کرونا اخته او ٤٠٥ مړه شوي دي چې په مړو کې ١٤ تنه يې روغتيايي کارکوونکي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د عامې روغتيا رييس ډاکټر حبيب الله محب د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دى.
هغه وايي: ((په دغه ولايت کې ډېر کسان کرونا نيولي او د ناروغانو شمېر هم هره ورځ زياتيږي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې شاوخوا ١٢ سوه روغتيايي کارکونکي په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو په درملنه بوخت دي چې له دې شمېرې څخه ٣٠ تنه روغتيايي کارکوونکي هم په کرونا ويروس اخته شوي دي.
ده پُرخلکو نيوکه وکړه چې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنې نه عملي کوي، نو ځکه پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره هم د ډېرېدو په حال کې ده.
ده زياته کړه: ((د کرونا پر وړاندې خلک ډېر بې پروا دي، که همداسې وضعيت ادامه پيدا کړي په نږدې ورځو کې به ټول بغلان کرونا ونيسي.))
دغه راز د بغلان د ډنډغوري سيمې اوسېدونکي ګل خان پژواک ته وويل چې د اختر په ورځو کې يې سخته ناروغي تېره کړې او ډاکټرانو ورته د محرقې درمل ورکړي دي.
هغه وايي: ((زه اوس پوه شوم چې زه محرقه نه وم، کرونا وم، اوس مې د کور اووه نور غړي هم په دغه ناروغۍ اخته شوي او ټول ټوخى هم لري.))
دا په داسې حال کې ده چې د کندهار، ننګرهار، پکتيا، هلمند، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو روغتیایي مسوولینو هم پر کرونا د خپلو کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.
د رسمي شمېرو له مخې، په بغلان کې ولايت تر اوسه ٣٣٥ کسان پر کرونا ويروس اخته شوي ، خو روغتيا پالان بيا وايي چې په دغه ولايت کې زرګونه کسان پر کرونا ويروس اخته دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










