جلال اباد (پژواک،۲۱ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، دغه ولايت کې له هرو سلو کسانو نږدې پنځلس يې بيا ځلي په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
دوی که څه هم وايي چې که د کرونا ناروغ روغ نه شي نو لکه د ملاريا په څېر یې بيا ټيسټ مثبت کېږي، خو عام خلک نيوکه کوي چې دې ولايت کې د کرونا مبارزې ډله په چارو کې پاتې راغلې ده.
د ننګرهار مېشتو په خبره، ډېر کله ناروغان له همدې امله ژوند بايلي چې د کرونا درملنې روغتون کې يې سمه درملنه نه کېږي، خلک اړ شي ناروغ کور کې وساتي او هلته هم د ډاکټرانو د نه موجوديت له امله نه رغېږي او ناروغي يې دوام پيدا کوي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند ظاهر عادل د غبرګولي په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، تر نن ورځې ننګرهار کې ۱۹۹۶ کسانو څخه د کرونا نمونې اخېستل شوي چې له ډلې يې د ۱۱۴۹ کسانو کرونا ټيسټ مثبت شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو له ډلې د ۱۶۹ کسانو د کرونا ټيسټ بيا مثبت شوی چې د ټولو ناروغانو د هرو سلو تنو نږدې پنځلس سلنه (۱۴،۷٪) کېږي.
نوموړی وایي، کرونا هم ملاريا ناروغۍ ته ورته ده که ناروغ سمه درملنه ونه کړي او بيا يې معاينات وشي نو ټيسټ يې مثبت کېږي چې دلته هم ډېر ناروغان سمه درملنه نه کوي او ناروغي يې دوام پيدا کوي.
د روغتيا رياست وياند دا هم وويل، روغتيايي پرسونل اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې د دويم ځل لپاره به د کرونا ټيسټ نه کېږي ځکه د نورو خلکو د کرونا د ټيسټ پر وړاندې ستونزه هم ده او ډېر امکان هم شته چې بيا ځلي دې انسان پر کرونا اخته شي؛ خو وايي د دغې پرېکړې د عملي کېدو لپاره لا تر اوسه نه دي سلا شوي .
د روغتيا پالانو په باور، کرونا لږ تر لږه په څوارلس ورځو کې له منځه ځي خو امکان شته چې ناروغي دويم ځل هم پاتې شي او بيا پرې ناروغ اخته شي.
د ننګرهار ولايت اوسېدونکي په دې ولايت کې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې ډله (عامې روغتيا رياست) تورنوي چې دغې برخې کې يې د خلکو سمه پالنه نه ده کړې.
مدني فعال نورالله سعيد پژواک ته وويل، ننګرهار کې د کرونا مبارزې ډله خپل کارونه په سمه توګه نه ترسره کوي چې له امله يې ناروغان مجبوريږي د ناروغۍ موده په خپلو کورونو کې ترسره کړي، هم پرې د کورنۍ نور کسان اخته کوي او هم يې خپله درمنله نه پوره کېږي.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار د عامې روغتيا رياست، د کرونا مبارزې کمېټې او دغه راز د کرونا درملنې روغتون له مسوولينو شکايتونه موجود و چې پر کرونا د اخته ناروغانو سمه درملنه نه کېږي.
د جاوېد ذاکري په نوم د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکی چې کاکا يې مزار شريف کې په کرونا اخته شوی و او بيا دلته خپل کور ته راستون شوی و له دې کبله يې ساه ورکړه چې دوی روغتون ته زنګ وهلی و او د روغتون مرستندويه ډله په داسې حال کې چې د ناروغ د ساه اخیستو برخه کې ستونزه وه.
هغه د خپل تره تر مړينې وروسته پر ټولنيزه شبکه فيسوک څو ځلې د يادې پېښې په اړه شکايتونه هم وکړل، خو تر اوسه يې چا سپيناوی نه دی ورکړی.
د خلکو تر شکایتونو وروسته د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وړمه ورځ په ناڅاپي توګه د جلال اباد د کرونا له روغتون څخه لیدنه وکړه او هلته یې د ناروغانو او ډاکټرانو ستونزې له نږدې واورېدلې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي وایي چې والي اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره دغه ستونزې هوارې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










