Language

په امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر دوو میلیونو ته ورسېد

کابل (پژواک، ۲۱غبرګولی ۹۹): د راپورونو له مخې، په امریکا کې د کرونا ناروغانو شمېر دوو میلیونو ته رسېدلی او هلته تر ۱۱۴زره ډېر کسان مړه شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخواپنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو ډېر چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېرله اووه میلیونه او ۳۲۷زرو څخه اوښتی دی.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه درې میلیونه او ۶۲۰زرهکسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه۴۱۳زره کسان مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې،دغه ویروس تر ټولو ډېر امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمېر لهدوه میلیونو کسانو اوښتی او دغه راز۱۱۴زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی؛ هلته۷۴۲زره کسان پرې اختهاو ۳۸زره مړه شوي، دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته ۴۸۵زره کسان پرې اخته، خویواځې څه باندې شپږ زره کسان مړه شوي دي.

له یادو هېوادونو وروسته هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، هندوستان، فرانسه، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر په کې ډېر دی.

په افغانستان کې هم دغه ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی؛ تر اوسهڅه باندې ۲۱زره کسان پرې اخته شوي، ۳۸۰ مړه او ۲۶۰۰ کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.