منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۲۰° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د کانال عواید به له یو میلیارده افغانیو ډېر شي

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۲۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار کانال ادارې مسوولين وايي، د دغې سترې کرنيزې پروژې د پراختيا او بيارغونې لپاره يې هلې ځلې چټکې کړې او ډېرې پروژې يې په کې پيل کړې دي.

ددوی په وینا، د زيتونو او ستروسو د باغونونو رغول او پراختيا، د چرګانو او ماهيانو د روزنې د فارمونو جوړول، د زرو شنو خونو، د الووېرا د بوټو او نورو حاصلاتو برخه کې اوسمهال د دغې ادارې له لوري پراختيايي او رغنيز کارونه پيل شوي دي.

د ننګرهار کانال وادي کرنيز شرکت چې د ننګرهار کانال د چارو تنظيم ور ترغاړې دی په دې وروستيو کې د ولسمشر د امر پر بنسټ د ملي پراختيا شرکت برخه ګرځېدلې چې يادې ادارې ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د ننګرهار کانال ادارې مشرانجنيرعبدالقهار حيدري د غبرګولي په ۱۳مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، اوس مهال د کانال ادارې کلني عوايد له ۴۰۰ تر پنځه سوه میليونو افغانيو رسيږي چې د بيا رغونې له پيل شويو پروژو سره به دا عوايد څو برابره زيات شي.

هغه زیاته کړه چې د کانال د زيتونو باغونه چې تېر کال يې يوازې ۹۰ ټنه حاصل ورکړی سږکال د ډېرې پاملرنې له امله به دا باغونه تر زرو (۱۰۰۰) ټنو حاصل ورکړي او دغه راز به سږکال د مالټو او ستروسو د نورو باغونو حاصلات هم څو چند ډېر شي.

د نوموړي په وینا، د کانال اداره چې په هېواد کې يوه حياتي پروژه وه او تېرو څو لسيزو جګړو ځپلې ملي پراختيا ادارې سره تر مدغم کېدو وروسته ورته يادې ادارې پاملرنه ډېره کړې ده.

دی وايي: ((موږ اوس د مالدارۍ فارم بيا احياء باندې کار پيل کړی چې ۷۵ سلنه کارونه يې بشپړ شوي، د چرګانونو د روزنې فارمونه چې څو لسيزې وړاندې جګړو کې له منځه تللي و، بېرته يې فعالوو، پنځه سوه جريبه ځمکه کې د ماهيانو د روزنې فارمونه تر کار لاندې دي، ددې لپاره یې د بچيانو د توليد ځای هم جوړېږي چې تر ۱۲ميليونو بچي به توليدوي.)

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه راز يې پلان جوړ کړی چې زر شنې خونې جوړې کړي چې په کې به د کال په هر وخت کې بېلابېل ډوله سبزيجات او ميوه جات کرل کېږي او يو ستر سټور (سړه خونه) هم جوړېږي چې د کروندګرو د حاصلاتو د زېرمه کېدو لپاره به ګټور تمام شي.

حیدري وویل ، په هېواد او په ځانګړې توګه ننګرهار کې ډېر کله سبزيجات او میوه جات د دې له امله ګرانېږي چې په يوه وخت ډېر راوځي او بل وخت هېڅ نه وي چې د دغو سړو خونو او شنو خونو په جوړېدو سره به دا ستونزه هم حل شي.

د هغه په وینا، د دغو پروژو په تطبيق او فعاليت سره به نه يوازې د خوراکي توکو نرخونه کنټرول شي، بلکې زرګونه کسانو ته به په مستقيم او غير مستقيم ډول کاري زمينې هم برابرې شي. هغه وويل، اوس هم ننګرهار کانال کې نږدې ۷۰۰ کسان کار کوي چې مامورين، باغداران او اجيران په کې شامل دي.   

دی وايي، د ننګرهار کانال د يو شمېر پراختيايي کارونو پر وړاندې يوه لويه ستونزه د کانال د ځمکو د غصب ده چې په دې وروستيو کې د والي په مشرۍ ورته ځانګړی کمېسيون جوړ شوی او ډېر ژر به سلګونه جريبه غصب شوې ځمکه له غاصبينو راوګرځول شي.

حیدري نيوکه کوي چې په تېر کې د کانال د غصب شوې ۴۷۰۰ جريبه ځمکې د راګرځېدو لپاره چټک کار نه دی شوی خو اوس ورته عدلي او قضايي ادارو او امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی چې د غاصبينو په نيولو کې به له هرې لارې کار واخلي.

د ننګرهار کانال وادي کرنيز شرکت رييس انجنير عبدالقهار حيدري پژواک سره د مرکې پرمهال دا هم وويل چې کانال اداره په خپلو پښو د درېدو او لګښتونو د کمښت لپاره د يو مېګاواټ په ظرفيت سره د سولر برېښنا يوه شبکه هم رامنځته کوي چې د کانال باغونو ته به د اوبه خور سيسټم کې ترې ګټه اخېستل کېږي.

دغو باغونو ته اوس په عادي برېښنا اوبه پورته کېږي چې لګښت يې لوړ وي.

د ننګرهار کانال پروژه شاوخوا نيمه پيړۍ وړاندې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د حکومت پرمهال د وخت د شوروي اتحاد په همکارۍ رامنځته شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد