کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹): په کابل کې د بلاسم خصوصي روغتون او ګلوبل هیلت بنسټ له خوا له دولتي روغتونونو سره د څه باندې دوه میليونه افغانیو په ارزښت د کرونا ویروس د تشخیص او وقايې د اړينو توکو مرسته وشوه.
د بلاسم روغتون او ګوبل هیلت بنسټ مشر ډاکټر منصور ملاخېل د غبرګولي په ۲۴مه، د عامې روغتیا وزارت ته د يادو توکو د سپارلو پر مهال وويل چې د دې ډالۍ موخه د روغتيايي کارونکو ساتنه او هڅونه ده.
هغه زياته کړه:"د کرونا ويروس د تشخيص او وقايې دغه توکي چې موږ له بهرنيو هېوادونو راوړي تر دوه ميليونه افغانيو ډېر ارزښت لري، دولتي روغتونونو ته يې ډالۍ کوو؛ ترڅو زموږ روغتيايي کارونکي وهڅول شي چې روغتيا يې ته پاملرنه کېږي او کولای شي په ښه ډول د خلکو خدمت وکړي."
دی وایي، بلاسم روغتون او ګوبل هیلت بنسټ د "روغتيايي کارکوونکو د محافظت" تر نوم لاندې کمپاين پيل کړی، تر څو روغتيايي کارکوونکي وهڅول شي او خپلو روغتيايي خدمتونو ته دوام ورکړي.
د ده په وينا، بلاسم روغتون او ګوبل هیلت بنسټ دې ورته طبي توکي لري چې کولای شي خصوصي سکټور او دولتي روغتونونه ګټه ترې واخلي.
د عامې ورازت سرپرست او نوماند وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني د بلاسم روغتون او ګوبل هیلت بنسټ نه مننه وکړه او ويې ويل چې دغه توکي به د کابل ښار ټولو روغتونونو ته ورکړل شي.
دی وايي:"موږ د کرونا ويروس د تشخيص او وقايې دغه طبي توکي ټولو روغتونونو ته رسوو او ورته وايو چې هر روغتون بايد په يو ځانګړي وارډ کې د کرونا وېروس ناروغانو د تشخيص لپاره لس بستره فعال کړي، تر څو وکولای شو په ښه ډول د کرونا ويروس ناروغان تشخيصه او وقايه شي."
هغه زیاته کړه، د عامې روغتيا وزارت د نوې تګلارې له مخې، ټولو روغتيايي مرکزونو ته اجازه ورکړل شوه، څو د کرونا ويروس تشخيص او درملنه وکړي او اړين لابراتورونه او توکي و پيري.
د ده په وينا، لکه څنګه چې د کرونا ويروس تر هر کوره رسېدلی نو اړينه ده د کرونا ناروغان کلينيکي عرايضو ته په پام تر جدي مراقبت لاندې ونيول شي، تر څو د وېروس د خپرېدو مخه ډب کړای شي.
د عامې روغتيا وزارت وايي، تر دې دمه په ټول هېواد کې د کرونا وېروس ۵۵۰۰۰ مشکوکې نمونې ازمايل شوي چې له مخې یې څه باندې ۲۴زره نمونې مثبتې اعلان شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










