ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خوست په کادري روغتون کې اکسېجن او درمل خلاص شوي”

“د خوست په کادري روغتون کې اکسېجن او درمل خلاص شوي”

author avatar
14 Jun 2020 - 19:25
“د خوست په کادري روغتون کې اکسېجن او درمل خلاص شوي”
author avatar
14 Jun 2020 - 19:25

خوست ښار (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹): د خوست يو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د خوست په کادري روغتون کې چې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړی شوی، د مصنوعي اکسېجن د نه شتون له کبله د ناروغانو ژوند له خطر سره مخ دی.

هغوی چې نن د «غبرګولي ۲۵مه» له غرمې وروسته د کادري روغتون مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي وو، خپلو خبرو کې وويل چې دغه ولايت ته د کرونا لپاره په لېږل شوو شپيتو ميليونو افغانيو کې پراخ فساد شوی دی.

دوی چې «ساه نه شو اخيستی اکسېجن چېرې دی او کرونا ولس ته وبا ده، چارواکو ته پروژه ده» شعارونه ورکول، وروسته له هغه په اعتراض لاس پورې کړ چې نن سهار وختي يوه ناروغ په ياد روغتون کې د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغوی د ادعا په ډول وويل، ياد ناروغ چې د خوست د پوهنې رئیس نصيراحمد روښان پلار و، د مصنوعي اکسيجن د نه شتون له کبله مړ شوی دی.

د شيخ زايد پوهنتون استاد نورالله ښاد چې په دې اعتراض کې يې ګډون کړی و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کرونا لپاره دغه ولايت ته په لېږل شوو پيسو کې لومړيتوبونه په نظر کې نه دي نيول شوي او په بېځايه شيانو مصرفيږي.

دی وايي: ((موږ د ډاکټرانو لپاره لس يا دوولس کوټې په څلور ميليونه افغانيو رنګوو. موږ د څلور ميليونو کمپلې اخلو، خو موږ د اکسيجن د ډبو کمۍ لرو. دا اوس څلوېښت د کرونا ناروغان په کادري روغتون کې بستر دي، ولې د اکسيجن وسايل د لسو کسانو لپاره لرو.))

د يعقوب جان ستوري په نوم يوه بل اعتراض کوونکی وايي تردې دمه ولايت مقام، د عامې روغتيا رياست او د کادري روغتون مسوولين پر دې نه دي بريالي شوي چې د کرونا لپاره ځانګړې شوې پيسې په سم ډول مصرف کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې په يادو پيسو کې پراخ فساد روان دی او له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د شته فساد مخه دې ونيسي.

هغه زياتوي: ((تر نن پورې د خوست کادري روغتون برېښنا پيدا نه کړه، په داسې حال کې چې خوست کې دولتي برېښنا شته. درې مياشتې تېرې شوې ولې د کرونا بودجه په هغه لومړيتوبونو باندې چې د کرونا ناروغانو لپاره اشد ضرورت دی، ونه لګول شوه.))

د کرونا هغه ناروغ چې نن سهار په کادري روغتون کې مړ شو، خپلوان هم وايي چې ناروغ يې د مصنوعي اکسېجن د نه شتون له امله ژوند له لاسه ورکړی.

د کمين محمدانوري په نوم د مړه شوي ناروغ وراره پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کادري روغتون کې مصنوعي اکسيجن هيڅ شتون نه لري او دوی د خپل ناروغ لپاره له کوره د اکسيجن ډبه راوړې وه.

هغه زياته کړه: ((له بده مرغه د اکسېجن د نه رسېدو له امله زموږ تره خپل روح حق ته وسپاره. همدا حقايق دي، که دا ډبه په کادري روغتون کې شتون ونه لري او له قراردادي څخه يې ډبې نه وي راوړې، نو په دار مې وځړوئ.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.