کابل (پژواک، ۲۵غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه د روغ شویو کسانو شمېره څلور میلیونو ته رسېدلې ده.
د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې او اوس په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره اووه میلیونو او ۸۵۰ زرو کسانو څخه اوښتې ده.
دغې سرچینې زیاته کړې چې تراوسه څه دپاسه څلور میلیونه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه ۴۳۲ زره کسان مړه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس دوه میلیونه او ۱۴۲ زره کسان پرې اخته او ۱۱۷ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
تر امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته ۸۵۰ زره کسان پرې اخته، او ۴۲ زره کسان مړه شوي دي، دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته ۵۲۰ زره کسان پرې اخته ، خو یواځې څه دپاسه شپږ زره کسان مړه شوي دي.
تر یادو هېوادونو وروسته هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، فرانسه، هندوستان، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۲۴ زره کسان پرې اخته، ۴۵۱ مړه او څلور زره کسان بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.