کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹): د کابل ښاریان وايي چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د ځینو مسکنو درملو بیې لکه د ټوخي شربت، د میکروب ضد تابلیتونه، ویټامینونه او ځیني نورې، دوه برابره شوې، خو مسوولې ادارې بې تفاوته دي.
له پژواک سره ځینو مرکه کوونکو په دغه کرونايي وضعیت کې د درملو بیې پر لوړېدو اندېښنه ښودلې او له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د دې لوړ پلورنې مخه ونیسي.
د عامې روغتیا وزارت دغه ستونزه مني خو وايي، د یوې طرحې له مخې به ډېر ژر له ترکیې په ډېر اندازه درمل را ورسېږي او دغه درمل په بازار کې د درملو د بیو پر راټیټولو ښه اغېز ولري.
د ښاریانو شکایتونه
د کابل ښار د خیرخانې مینې اوسېدونکې قدسیې پژواګ ته وویل: ((مخکې له دې چې د کرونا ویروس خپور شي، یو بوتل هایدرولین شربت چې د سینې او ټوخي لپاره دي، ۵۰ افغانۍ مو پېرل، خو اوس ۱۳۰ افغانیو ته پورته شوي دي، یو پاکت پراستامول مو چې تر ۲۰ افغانیو اخیستل، اوس یې بیه ۴۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
نوموړې که څه هم ویل چې ځيني درمل لکه ډسپرین، کلسیم، ویټامین ډي ۳ ..... کم پیدا کېږي خو زیاته یې کړه: ((یوه میاشت شوه چې په همدې کلسیم ډي ۳ پسې ګرځم، خو نه موندل کېږي.))
دغه راز د کابل د نبايي اوسېدونکی نثار احمد وايي چې د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې یې یو ورین امپول په ۳۰ افغانۍ پېرل خو اوس ۶۰ تر ۸۰ پلورل کېږي.
هغه زیاته کړه: ((درمل پلورونکي باید وپوهېږي چې د خلکو پر سر سوداګري نه ده روانه، درمل پلورونکي ناروا کوي، زه نه وایم چې ګټه دې نه اخلي، خو له پنځو تر لسو افغانیو دې ګټه اخلي، نه دا چې پر قلم دوا کې دوه یا درې چنده ګټه واخلي.))
نوموړي چې د ټکسي چلوونکی دی او له اقتصادي ستونزو شکایت کوي، وویل: ((یوه میاشت مخکې مې د کور ټول غړي په کرونا اخته شوي وو، د درملو اخیستو ته مې پیسې نه درلودې، قرض کولې مې، دوا مې اخیسته.))
د کابل د بي بي مهرو سیمې اوسېدونکې خالدې نبي زاده وویل: ((مخکې مې یو بوتل ویټامین سي په ۵۰ افغانۍ اخیستل، اوس چې کم پیدا هم دي، بوتل په ۸۰ افغانۍ اخلو.))
هغه وايي چې ان په درملتونونو کې ځیني مسکن دواګانې نه پیدا کېږي، د یو پاکت بروفینو لپاره به پر څو درملتونونو باندې ګرځې چې اېله پیدا شي.))
دغه راز د کابل د چهلستون سیمې اوسېدونکي ادریس وویل: ((مخکې ما یو پاکټ ازیترومایسین چې درې تابلیت لري، سل افغانۍ اخیستل خو اوس په ۲۰۰ افغانۍ شوي، درملتون راته وویل چې درمل ایران ته ځي خو زما باور را نه غی، ځکه چې ډېره دوا له ایرانه راځي.))
د کابل د ده افغانان سیمې اوسېدونکی فرهاد چې دوه اوونۍ مخکې یې د کور څو غړي پر کرونا اخته وو، وايي چې د ډېری درملو په بیو کې چې د تبې، سردردي او ستوني درد لپاره موثره دي، لوړوالی راغلی دی.
نوموړي پژواک ته وویل چې مخکې یې یو قطی پرول چې درې پاکټونه په کې دي، له ۴۰ تر ۵۰ افغانیو اخیستل خو اوس هغه ۹۰ افغانیو ته رسېدلي دي. دغه راز د ۵۰۰ ملي ګرام ازیترومایسین کپسول (Azitromycin)، (Cityzin) او د (Ceftriaxon 1g , Decadoran) امپول بیې چې ډېری یې ډاکتران د هغو ناروغانو لپاره چې له درده شکایت کوي توصیه کوي، د درېیو مخکې میاشتو په پرتله درې برابره لوړې شوې دي.
ټول مرکه کوونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د دغه کار مخه ونیسي او له سرغړوونکو سره دې جدي چلند وکړي.
په عین حال کې ډاکتر ادریس پژواک ته وویل: ((مخکې به چې کله د پروان هوټل ته د درملو اخیستو لپاره تلم، هر ډول درمل مې په ډېر مناسبه بیه ترلاسه کوله خو اوس د درملو ډېری قلمونه اصلاً پیدا کېږي نه.))
نوموړي زیاته کړه، د سیروم او عادي ټابلیټونو لپاره مجبور یو ساعتونه منتظر پاتې شو او مشتریانو ته ډېر محدود درمل ورکول کېږي ځکه د پروان هوټل ډېری درملتونونه هم د درملو له کمښت سره مخ دي.
د کابل په بنايي کې یو درمل پلورونکی محمد فضل الدین پژواک ته وویلک ((هو، د ځینو درملو په ځانکړې توګه د مسکنو درملو بیې لوړې شوې دي، دلیل یې دا دی چې تقاضا یې ډېره ده او د دغو درملو واردات کم شوي دي.))
نوموړی وايي که د دغو درملو واردات ډېر شي او یا حکومت یې د پېرلو او اردولو لپاره اقدام وکړي، د درملو د بیو په راټیټېدو کې به موثر تمام شي.
د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دې برخه کې اقدام کوي.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار اکمل سمسور د ځینو درملو د بیو لوړېدو د تایید ترڅنګ وايي: ((له بده مرغه په هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو سره سم د ډېری توکو وارداتو کمېدو ترڅنګ د درملو واردات هم کم شوي دي او پر یاده ناروغۍ د خلکو د ډېر اخته کېدو له امله مسکنو درملو ته د خلکو تقاضا هم ډېره شوې ده.))
نوموړی وايي چې ځيني درمل پلورونکي هم په داسې موقع کې درمل ذخیره کوي چې دغه کار یې ناسم دی او د بیو لوړېدو لامل کېږي.
سمسور څرګنده کړه چې د عامې روغتیا وزارت د درملو د بیو لوړېدو د مخنیوي لپاره اقدام کړی، له ترکیې او د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو سره یې خبرې کړې دي، ډېر ژر به یوه ډېره اندازه درمل هېواد ته را ورسېږي او دا به د درملو د بیو په ټیټېدو کې اغېزناک تمام شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










