کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹): د روغتیايي چارو پوهان هغو کسانو ته چې د کرونا ناروغۍ نښې لري، توصیه کوي چې پر خپل سر د درملو له کارولو، په ځانکړي ډول له انتي بیوتیکو ډډه وکړي؛ ځکه د دغو درملو کارول ناروغي لا سختوي.
د عامې روغتیا وزارت د فارمیسي چارو رییس ډاکتر عبدالحفیظ قریشي پژواک ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې پر خپل سر درمل خوړل یا کارول او یا هم غیر منطقي تجویز یې، په ځانکړي ډول د انتي بیوتیکو چې د میکروبي مقاومت لامل کېږي، تېروتنه ده.
هغه زیاته کړه: ((د کرونا هر ناروغ باید له مسوول ډاکتر سره مشوره ولري او د غیر ضروري انتي بیوتیکونو، په ځانګړي ډول د سیپټراکسون (Ceftriaxone) له اخیستو دې ډډه وکړي؛ ځکه چې د وجود مقاومت ټیټوي او ناورغي لا سختېږي.))
دغه راز د روغتیايي چارو بل متخصص ډاکتر فیصل احمدي وايي: ((که چېرې په تاسو کې د کرونا نښې ولیدل شوې، مهرباني وکړئ له ډاکترانو سره اړیکه ونیسئ، له انتي بیوتیکونو پر خپل سر استفاده، خصوصاً له Ceftriaxone څخه، د وجود دفاعي سیستم کمزوری کوي. انتي بیوتیک د کرونا پر ویروس کوم اغېز نه لري، یوازې د ثانوي انتاناتو د مخنیوي لپاره کارول کېږي چې باید د ډاکتر په مشوره ترسره شي.))
هغه په ټینګار سره وايي چې یوازې له ډاکتر سره په مشوره باید له انتي بیوتیکونو استفاده وشي، که د کرونا نښې ښکاره شوې، له پراستامول نه استفاده وکړئ، کرم مایعات وخورئ او د لیمو اوبه وڅښئ او که سا بندي لرئ، چهار زانو کېنئ، سر د مخکې طرف کښته ونیسئ او سا وکاږئ.
د عامې روغتیا وزارت سلاکار ډاکتر اکمل سمسور پژواک ته وویل چې پر خپل سر د درملو کارول نه یوازې د کرونا ناروغانو لپاره بلکې د ټولو لپاره ښه کار نه دی.
نوموړي پژواک ته وویل چې د کرونا ویروس په هېواد کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او هغه کسان چې په دغه ویروس اخته کېږي، په دقت دې مخکې ولاړ شي څو د هغه ناوړه اغېزې یې په وجود کې کمې وي.
هغه زیاته کړه: ((که مو کله په خپل ځان یا د کورنۍ کوم غړي کې د کرونا نښې احساس کړې، لطفا له ډاکتر سره په اړیکه کې شئ او مشوره ورسره وکړئ، د انتي بیوتیکونو پر خپل سر له کارولو، په ځانکړي ډول له Ceftriaxone څخه چې د وجود د کمزوري کېدو لامل کېږي، ډډه وکړئ، انتي بیوتیک د کرونا پر ویروس هېڅ اغېز نه لري.))
نوموړی وایي، انتي بیوتیکونه په بدن کې مضرې او مفیدې دواړو باکتریاوې له منځه وړي، د وجود د مقاومت ټیټېدو لامل کېږي او پر کرونا د اخته ناروغ حالت نور هم نازک کېږي.
سمسور خان څرکنده کړه چې د هرې دوا پر خپل سر استفاده او یا هم غیر منطقي تجویز تېروتنه ده، په ځانکړې توګه انتي بیوتیکونه چې د میکروف د مقاومت لامل ګرځي.
هغه هم په ټینګار سره توصیه وکړه، د کرونا ناروغ باید له ډاکتر سره دوامداره مشوره ولري او د غیر ضروري انتي بیوتیکونو له استفادې دې ډډه وکړي، په ځانکړي ډول د Ceftriaxone له کارولو.
د هغه په خبره، ناروغ باید په هیڅ حالت کې که پر کرونا هم اخته نه وي، د درملو له پر خپلسر کارو دې دې ډډه وکړي؛ ځکه هر درمل خپل جانبي عوارض لري او کولای شي بد عواقب ولري.
پر کرونا اخته ځيني ناروغان هم د انتي بیوتیکونو له کارولو اندېښنه څرګندوي.
په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي، چې څو ورځې مخکې وروسته له هغه چې تبه ورته پیدا شوه، د ډاکتر په مشوره یې انتي بیوتیک پیچکاري ولګولې او څلور ورځې یې سیروم هم تېر کړ، پژواک ته وویل: ((له بده مرغه چې وروسته له ۵ ورځو مې حالت خراب شو، د وجود دفاعي سیستم مې کمزوری شو، د افغان جاپان روغتون له ډاکترانو سره په اړیکه کې شوم، ۱۷ ورځې مې ۳۹،۵۰ درجې تبه مې درلوده، اکسېجن ته مې هم اړتیا پیدا شوه، خو اوس ښه شوی یم.))
په همدې حال کې د کابل د بنايي یوه اوسېدونکي نثار احمد چې یوه میاشت مخکې د کرونا پر ویروس اخته شوی و، وویل: ((تبه او شدیده ځان دردي راته پیدا شوه، پرته له دې چې ډاکتر ولاړ شم، سیفټراکسون مې واخیستې، له ځینو نورو درملو سره، خو وضعیت مې دومره خراب شو چې بېخي له حاله ولوېدم، او د ژوندي پاتې کېدو امکان مې نه و.))
هغه وايي، وروسته له هغه چې وضعیت یې خراب شو، یوه خصوصي روغتون ته ورغی او د ډاکتر په مشوره مخکې ولاړ، اوس یې روغتیا ښه ده.
د کابل د پل پادشاه اوسېدونکې او د ټاکنو کمېسیون کارکوونکې زرمینې پژوک ته وویل: ((لس ورځې مخکې مې مور پر کرونا خته شوه، موږ فکر وکړ چې سینه او بغل ده، هغه درمل مو چې همېشه د دې ناروغۍ لپاره کارولې، هغه مو واخیستې، حالت یې ډېر خراب شو، کله مو چې د افغان- جاپان روغتون ته مراجعه وکړه، ویې ویل چې انتي بیوتیکونو یې وجود ضعیف کړی، اوس هم په بستر کې ده، تر اوسه یې هم روغتیا سمه نه ده.))
هغه وايي چې نورې کورنۍ دې دغه ډول تېروتنه نه تکراروي او د یادو نښو په لیدو دې حتما ډاکتر ته مراجعه کوي او وروسته دې درمل د ډاکتر په مشوره خوري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










