Language

په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېره اتو میلیونو ته ورسېده

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره اتو میلیونو ته ورسېده چې ۲۵ سلنه یې امریکا کې دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو اوس په  امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره له اتو میلیونو څخه اوښتې ده.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه څه دپاسه څلور میلیونه  او ۲۰۰ زره کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا څخه۴۳۹  زره کسان مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره له  دوه میلیونو اوښتې، هلته دوه میلیونه او ۱۸۲ زره کسان پرې اخته او ۱۱۸  زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته  ۸۹۱ زره کسان پرې اخته او ۴۴ زره کسان مړه شوي دي، دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته ۵۳۷  زره کسان پرې اخته ، خو یواځې څه دپاسه اووه زره کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، هندوستان فرانسه، هندوستان، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه  څه دپاسه ۲۵ زره کسان پرې اخته، ۴۸۰ مړه او تر پنځو زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.