Language

د سره صلیب نړیواله کمېټه: تاوتریخوالی د کرونا ضد مبارزه کمزورې کوي

کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹) : د سره صلیب نړیواله کمېټه وایي چې په افغانستان کې د کوویډ ۱۹ د خپرېدو پرمهال د روغتیا څارونکو پر ضد بریدونو د میلیونونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د یادې کمېټې له خوا د غبرګولي په ۲۸مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو او د روغتیا ساتنې مرکزونو پر ضد قصدي بریدونو د کوویډ ۱۹ د خپرېدو پر مهال روغتیا څارنې ته د میلیونونو افغانانو لاسرسی چې له هربل مهاله ورته ډېره اړتیا لري کم کړی او یا هم له هغې یې مخنیوی کړی دی.

په افغانستان کې د آی سي آر سي د مرکزي نمایندګۍ مشر خوان پیډرو سکاریر ویلي: ” په افغانستان کې وروستي کړکیچ زموږ جدي اندېښنه راپارولې ده. وروسته له هغه چې د تاوتریخوالي د کمېدو له امله په فبرورۍ او مارچ میاشتو کې یو څه هیله مندي منځ ته راغله، خو اوس موږ بیا د تاوتریخوالي شاهدان یو. د ملکي وګړو د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدو دی؛ په داسې حال کې چې دغه هېواد له کوویډ ۱۹ سره هم په مبارزې لګیا دی“.

هغه زیاته کړې، افغانستان د هر بل جګړه ځپلي هېواد په څېر داسې روغتیایي سیستم لري چې د خپلې وړتیا له کچې ډېر فعالیت سرته رسوي او په جګړه ځپلو سیمو کې د محدود پوښښ، کمې تخصصي څارنې او اوسمهال د کوویډ ۱۹ د خپرېدو له ستونزو سره مخ دی.

نوموړي ویلي، پر روغتیایي کارکونکو او مرکزونو بریدونو لکه د ام اس اف پر روغتون د مې د میاشتې برید وضعیت لا پسې کړکیچن کړی دی.

په یاد برید کې د روغتیايي کارکوونکو، ښځو اوماشومانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي وو.

 سکاریر زیاتوي:”کوویډ ۱۹ د نړۍ ډېر پرمختللي هېوادونه له ستونزو سره مخ کړي؛ او په داسې هېواد کې چې وسله وال کسان پر روغتونونو برید کوي، روغتیایي کارکونکي نه شي کولای د روغتیا څارنې باکیفیته خدمتونه ترسره کړي. موږ په جګړه ځپلو سیمو او زندانونو کې د روغتیایي مرکزونو د داسې وضعیت شاهدان یو، داسې ځایونه چې خلک د روغتیا څارنې خدمتونو ته محدود لاسرسی لري“.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د افغانستان تر ټولو لوی روغتون، د کندهار په حوزوي روغتون کې چې آی سي آر سي ورسره له ۲۰ څخه د ډېرو کلونو لپاره مرسته کوي، د دې روغتون کارکونکي نسایي ولادي او د جګړې ټپیانو ته د جراحۍ خدمات برابروي. د کوویډ ۱۹ د پېښو د ډېرېدو له امله، دغه روغتون په قسمي ډول فعالیت کوي په داسې حال کې چې د جګړې د ټپیانو او د نويو زېږېدلو ماشومانو شمېر هماغه معمول شمېر دی.

میرویس حوزوي روغتون د افغانستان په سوېلي سیمو کې یوازینی روغتون دی چې ۶ میلیونو تنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. ډېری ناروغان په ځانګړې توګه د جراحۍ څانګې ته له هغو سیمو مراجعه کوي چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه په کې روانه ده.

سرچینې زیاته کړې، ګڼ شمېر روغتیایي کارکونکي په افغانستان کې په کوویډ ۱۹ اخته شوي، چې دا د اندېښنې وړ ده او په پایله کې یې پر روغتیایي سیستم فشار لاپسې ډېر شوی دی. په لوجستیکي سیستم کې د اختلال له امله، میرویس روغتون په منظم ډول د ماسکونو او د لاس مینځلو د مایع له کمښت سره مخامخ کیږي. په ورته مهال کې، د وینې ورکول کم شوي خو اړتیا ورته لاهم شته ده.

 د میرویس روغتون په پروژه کې د آی سي آر سي منیجر ایرین او کانر وایي: ”موږ په تدارکاتو کې د اختلال له ستونزو سره مخ کیږو چې آی سي آر سي په دغه برخه کې مرسته کولای شي، خو د کوویډ د خپرېدو پر مهال د خلکو اړ ایستل چې وینه ورکړي لا ستونزمن کار دی. “

سکاریر زیاتوي: ”موږ په ټوله نړۍ کې له یوه دښمن سره په مبارزې لګیا یو، او په هر هېواد کې موږ داسې هوکړې ته اړتیا لرو چې وکولای شو کوویډ ۱۹ سره مبارزه وکړو. په پیل کې ټول ښکیل لوري بې له استثنا باید د نړیوال بشرپال حقوقو ته درناوی وکړي، ترڅو په افغانستان کې له ملکي وګړو ملاتړ وشي. “

login or register a new account.