منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۱ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار او ځینو ولسوالیو کې یې د عفونت ضد درمل پاشلو کمپاین پیل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹): د کرونا ویروس د مخنيوي په موخه په داسې حال کې په کابل ښار او ځینو ولسوالیو کې د عفونت ضد درمل پاشل کېږي چې د هېواد په کچه پر دې ناروغۍ د اخته کسانو نږدې نیمایي په کابل کې دي.

د کابل والي او په دغه ولایت کې د کرونا له ويروس سره د مبارزې کمېټې مشر محمد يعقوب حيدري نن په کابل ښار کې د عفونت ضد درمل پاشلو کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل چې دغه کمپاین د کابل ښار د بېلابېلو اصنافو په غوښتنه ځکه پيل شوی چې دغه ناروغي په کابل کې هر کور ته رسېدلې ده.

دی وايي: "له دې مخکې هم موږ د کابل ښار او کابل ولايت بېلابېلې سيمې ضد عفوني کړې، دا ځل بيا موږ د کابل د عامې روغتيا رياست او کابل اطفايې په مرسته هوډ کړی چې په پنځو ورځو کې کابل ښار او په پنځو ورځو کې کابل ښار ته نږدې لویو بازارونو کې د عفونت ضد درمل وپاشو."

دی زياتوي، دغه درمل د اطفايې موټرو او ګومارل شوو کسانو پر مټ په سړکونو، دولتي او شخصي ودانیو، سوداګريزو مارکېټونو، هټیو او کورونو پاشل کېږي.

د ده په وينا، کابل ښار يې پر پنځو زونونو وېشلی او نن به د ښار د لومړۍ، دويمې، څلورمې او لسمې حوزو اړوند سیمو کې د عفونت ضد درمل وپاشل شي.

هغه زياتوي: "دا چې په دې وروستيو کې د کرونا ويروس په چټکۍ خپرېدو په درشل کې دی او دغه ويروس کور، کور ته رسېدلی، نو موږ اړينه وبلله چې د دغه ويروس خپرېدو د مخينوي په موخه د کابل ښار ترڅنګ د سروبي، قره باغ، مېربچه کوټ او پغمان ولسواليو بازارونه هم دوا پاشي کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په کچه پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو نږدې نیمایي په کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په کابل کې ۱۱۳۳۹ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي او له دې ډلې ۱۲۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۱۴۰ بېرته ښه شوي دي.

خو د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ٢٧٥٣٢ کسان پر دې ناورغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٥٤٦ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ٦٦٠٠ بېرته ښه شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا