چاریکار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۹): عبدالرحیم وروسته له ۳۵ کلونو په داسې حال کې بېرته ګونګ خپلې کورنۍ ته راستون شوی چې لا هم د جګړو تیارو چې دی یې له خپلې کورنۍ لرې کړی و، خپل ځای د سولې رڼا ته نه دی پرېیښی.
عبدالرحیم ۶۴ کلن دی او د کاپیسا ولایت د کوهستان د حصه دوم ولسوالۍ د ریګروان کلي اوسېدونکی دی.
سختیو او د جګړو له امله غمونو، نا امنیو او له کورنۍ لري والي له عبدالرحیم څخه د خبرو کولو توان اخیستی، ژبه یې ګونګه شوې او په رواني ناروغۍ اخته دی، خو د اشارې په ژبه د جګړې درېدو او د سولې ټینګښت غوښتونکی دی.
د عبدالرحیم د خپلوانو په خبره چې نوموړی په ځوانۍ کې یو پیاوړی او خوږ ژبی انسان و، خو د ژوند سختیو هغه سخت ناتوان کړی، له خپله زوی فرید اغا یې په اشاره وغوښتل څو د پژواک خبري اژانس خبریال ته د ده د ورک کېدو او بېرته کور ته د راتلو داستان ووايي.
فرید اغا چې د خپل پلار ورک کېدو پر مهال شپږ کلن و، د خپل پلار د نادرکه کېدو او وروسته له ۳۵ کلونو د بېرته راتلو داستان یې په داسې حال کې بیان کړ چې اوښکې یې له سترګو روانې وې او پلار یې هم د هغه خبرې د اوښکو په تویولو بدرګه کولې.
فرید وویل چې پلار یې په ۱۳۶۴ کال کې هغه وخت چې ۲۹ کلن و او دوه زامن او درې لوڼې یې درلودې، ناروغ او د کابل په یوه روغتون کې بستر شو.
هغه وايي چې پلار یې له څو ورځو بستري وروسته له روغتونه نادرکه شو او دی له ډېرو هڅو وروسته هم ونه توانېد خپل پلار پیدا کړي،
ناهیلی بېرته کور ته ولاړ.
فرید دغه ټول دردونه او غمونه د جګړې زېږنده بولي خو هیله من دی چې د سولې په اړه وروستۍ هڅې به په هېواد کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
هغه وايي چې د کورنۍ غړو یې ۳۵ کاله د پلار په بېلتون غم وکړ، د مور ویښتان یې سپین شول او ده له خپلو وروڼو او خویندو سره په داسې حال کې ژوند کاوه چې د پلار له مینې بې برخې و.
خو هغه زیاتوي چې دوی ناهیلي نه شول او د خپل نادرکه پلار په لټه کې وو څو یوه ورځ یو سړي ورته وویل چې یو کس د مزارشریف ښار په «منصور رسټورانټ» کې اوسېږي او ښايي ستا پلار وي.
فرید وايي چې د روان ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې ۲۶مه وه چې مزار ته ولاړ او د یاد رستورانت څنګ ته یې یاد سپین ږیری ولید چې خبرې یې نه شوې کولای خو د اشارې له لارې له خبرو یې معلومه شوه چې دغه سپین ږیری د ده پلار دی چې ۳۵ کاله مخکې د ځوانۍ په عمر کې نادرکه شوی و او اوس د ژوند سختیو د هغه ملا ماته کړې ده او ځواني یې هم له لاسه ورکړې ده.
دغه ځوان په داسې حال کې چې ژړل یې او د پلار څنک ته ناست و، زیاته کړه: ((کله مې چې سترګې د خپل پلار په ښکلې څېره ولګېدې او هغه مې وپېژاند، د یو بل په غاړو کې ولوېدو، زما له سترګو لمن لمن اوښکې تویې شوې، بیا بیا مې پلار په غېږ کې نیو، تر موږ د خلکو کړۍ تاو شوې وه، د پلار سر او مخ مې په دسمال ور پاکول، اوښکې مې نه درېدې، ډېر مې وژړل، د خوښۍ اوښکې وې، خو دا چې پلار مې خبرې نه شوې کولای، لسګونه نور غمونه او دردونه راته پیدا شول، تر هغه ډېر چې د پلار په نه شتون کې مې په ژوند کې احساسول.))
هغه خبرو ته دوام ورکاوه، ویې ویل: ((ټیلېفون مې را واخیست، په داسې حال چې غریو نیولی وم، مور ته مې زنګ وواهه او د پلار له پیدا کېدو مې خبره کړه، چیغو او ژړاوو زموږ کور پر سر اخیستی و، ټولې یادې چیغې د خوښۍ وې، کله چې کور ته ورسېدو، ماښام و، د کور هر غړي مو په نوبت پلار په غېږ کې نیود، یو مړی وروسته له ۳۵ کلونو بېرته ژوندی شوی و، خو موږ ټولو ته دا ځور دی چې پلار مې خبرې نه شي کولای.))
فرید په داسې حال کې چې دا ټول کړاوونه او غمونه یې په هېواد کې د جګړې له امله وبلل او بیا بیا یې د سولې غوښتنه کوله، وویل چې د پلار له پیدا کېدو وروسته دوی وپوهېدل هغه مهال حکومتي نظامیانو د ده پلار مزار ته په جبري عسکري باندې لېږل او په څلور کاله عسکري کې پر رواني ناروغۍ اخته شوی و، څلور مرمۍ یې پر پښو لګېدلې دي، وروسته یې څه موده د مزار پر واټونو او بیا یې شاوخوا ۳۰ کاله د دغه ښار په منصور رستورانت کې تېر کړي دي.
هغه زیاتوي چې د یاد رستورانت مالک سید مبین د انساني عاطفي له مخې د ده د پلار ساتنه کوله او هغه ته یې په رستورانت کې ځای ورکړی و او درې وخته ډوډۍ یې ورکوله.
د فرید په خبره، د پلار ژبه یې د رواني فشار، له کورنۍ د لري والي او ژوند د سختیو له امله ګونګه شوې ده، عقل او هوښ یې نه درلودل چې د کورنۍ پته پیدا کړي، له همدې امله یې خپل نیم عمر له کورنۍ لرې او د ژوند په سختو شرایط کې تېر کړی دی.
نوموړي په داسې حال چې غریو نیولی و، وویل، نه پوهېږي چې په دې دونه موده کې به یې پلار څونه سختۍ تېرې کړې وي، ځکه هغه نه شي کولای د خپل ژوند ترخې خاطرې بشپړې ووايي.
فرید وویل چې پلار یې تر درملنې لاندې دی او د هغه رواني حالت د ښه کېدو په حال کې دی او د خپل کور غړي پېژني. هغه هیله من دی چې پلار به یې روغ شي او خبرې په هم وکړای شي او د مخکې په څېر به د «زوی» غږ ورباندې کوي او د تېرو ۳۵ کلونو ترخې خاطرې به بیان کړي.
فرید وویل چې پلار یې نور هغه د ۳۵ کلونو مخکې پیاوړی او خوږ ژبی پلار نه دی؛ ځکه د هغه ژبه ګونګه ده او ستونزمنه ده، هغه څه چې په دې موده پرې تېر شوي، کیسه یې وکړي خو څېره یې د دې ګواهي ورکوي چې ډېرې شکنجې او ربړې یې تېرې کړې هغه چې په تېرو درېیو لسیزو کې پرې راغلې دي.
عبدالرحیم چې په اشاره یې خبرې کولې او فرید زوی یې د ژباړن په توګه د پژواک خبریال ته ژباړلې، وویل چې له جګړې او نظامیانو کرکه
لري؛ ځکه جګړې دی، کورنۍ یې او د افغانستان ټول خلک یې بدمرغه کړي دي.
هغه چې د ژوند بدې ورځې یې په نادرکۍ کې تېرې کړې دي، جګړه د هېواد د تباهۍ او ویجاړۍ لامل ګڼي او له ښکېلو خواوو غواړي چې نور جګړه ودروي، سوله دې وکړي څو بدمرغۍ خپل ځای نېکمرغیو ته پرېږدي.
نوموړي زیاته کړه چې ژبه یې د جګړې له وحشته ګونګه شوې ده خو له کله چې یې ژبه ګونګه شوې، دنیا ورته بې معنا شوې ده.
هغه چې اوښکو یې په سترګو کې نقشونه جوړول، خپلو اولادونو او لمسیانو ته یې اشاره وکړه، ویې ویل چې د ده ژوند اخر ته رسېدلی خو غواړي چې راتلونکی نسل، د ده اولادونه او لمسیان په ارامۍ او سوله کې ژوند ولري.
عبدالرحیم چې غریو نیولی و، ویل یې چې زړه کې ډېرې خبرې لري خو نه شي کولای هغه وايي او له دې ډېر وغږېږي.
د عبدالرحیم مېرمنې بي بي امنې خپل خاوند ته په اشاره وویل چې د ده د دغه وضعیت لامل جګړې او ناامنۍ دي.
هغه جګړه غندي او وايي: ((د عبدالرحیم په نه شتون کې مې سختې ورځې تېرې کړې او زامن مې مجبور شول د ډوډۍ پیدا کولو لپاره ښوونځي پرېږدي.))
هغه وايي، اوس هیله لري چې په هېواد کې همېشنۍ سوله رامنځته شي، د هېڅ مرمۍ، ټوپک او تاوتریخوالي غږ وانه وري څو د دې د کورنۍ په څېر نورې کورنۍ له بدمرغیو سره لاس او ګرېوان نه شي.
په افغانستان کې په بېلابېلو نومونو له ۱۳۵۷ کال را په دېخوا جکړې روانې دي او په دې جګړو کې افغانانو درنه قرباني ورکړې ده. خو د امریکا او طالبانو ترمنخ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته په هېواد کې سولې راتلو ته هیلې ډېرې شوې دي او ټاکل شوې د سولې بین الافغاني خبرې هم ډېر ژر په قطر کې پیل شي.










