جلال اباد (پژواک،۸ چنګاښ۹۹): د ننګرهار د کرنې رييس وايي، پر يو پلان يې کار روان کړی چې له مخې به یې للمي سيمو ته د اوبه خور سيستم برابر کړي او ډېرو کروندګرو ته په کې د کار زمينه برابره شي.
هغه زياتوي، پخوا ټوله پاملرنه د کرنې په برخه کې د کانالونو رغونې ته وه، خو اوس ليدلوری دا دی چې د روانو اوبو څنګ کې پرتو للمي ځمکو ته همدغه اوبه راوګرځول شي، ځمکې اوبه شي او د کښت لپاره چمتو شي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپي دا څرګندونې له پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کېوکړې او ویې ویل، پلان لري چې کروندګرو ته د بازار، اوبو او حاصلاتو د ساتنې برخو کې سيستماتيک او له عصري تجربو په ګټې اخيستنې زمينې برابرې کړي.
دی وايي، کروندګر ډېر کله له دې امله ګټه نه کوي چې ځمکې يې للمي وي، ښه حاصل نه ورکوي او لګښت پرې ډېر کېږي.
هغه زياته کړه، پخوا يوازې د کانالونو رغونې ته پام کېده خو د روانو اوبو راګرځولو لپاره هېڅ پلان نه و، تازه ليدلوری همدا دی، د روانو اوبو ترڅنګ بايد للمي ځمکو ته روانې اوبه راوګرځول شي.
د کرنې رييس دا هم وويل، ډېر کله کروندګر ځکه په خپلو حاصلاتو کې زيان ويني چې له يوې خوا پر يوه وخت ډېر کروندګر يو شی کري او له بلې خوا سړې خونې موجود نه وي نو سبزي له راټولولو وروسته بايد ژر وپلورل شي چې نرخونه يې هم ټيټېږي.
ساپي ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې ته په کتلو کروندګرو ته روزنه ورکول کېږي چې پر يوه وخت بايد يوه سبزي ونه کري او دغه راز د سړو خونو جوړولو لړۍ يې پيل کړې چې تر ټولو مهم يې د پنځه زره ټنه په ظرفيت کې د يوې سړې خونې جوړېدلدي چې د ستونزو له امله یې چارې درېدلې وې خو اوس يې بېرته کارونه پر پيلېدو دي.
د کرنې رييس دا هم وويل چې په هر فصل کې تازه سبزيجاتو ته د لاسرسي په موخه يې د سړو خونو جوړولو لړۍ هم پيل کړې ده چې تر دې مهاله په ځینو ولسواليو کې تر زرو سړې خونې جوړې شوې دي.
ساپي د خلکو د دغه شکايت په ځواب کې چې ټول کار يوازې په مرکزي ولسواليو کې کېږي، لرو پرتو سيمو ته پاملرنه نشته وويل: ((ستونزې شته، دلته به يو څه کارونه زيات وي، هلته به کم وي؛ خو همدا اوس په شېرزادو ولسوالۍ کې زموږ پروژې روانې دي، شينوارو کې شته او نورو لرو پرتو ولسواليو ته هم سهم ورکړل شوی دی.))
دی وايي، پخوا ښايي ځينو کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، سره او يا نورې مرستې نه وي رسېدلي، خو اوس دا مرستې هغو ته رسېږي چې ځمکې او کرندوې ولري او په دې برخه کې د لا شفافيت رامنځته کېدو لپاره هڅې روانې دي.
د کرنې رييس دغه راز وويل، په تېرو درېيو لسيزو جګړو په ننګرهار کې ځنګلونه ډېر له منځه وړي چې ډېر کله خلکو له نا امنۍ ګټه پورته کړې او ځنګلونه يې خپلسري وهلي، خو اوس د جيف ۷ په نوم يوه پروژه پيلېږي چې د روان کال تر پایه به بشپړه شي او د ځنګلونو په بيارغونه کې به ډېره ګټوره تمامه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










