کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره لس میلیونو ته رسېدلې چې ۲۵ سلنه یې یواځې په امریکا کې دي او نیم میلیون نور کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو اوس په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره لسو میلیونو ته ورسېده.
دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه پنځه نیم میلیونه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تر اوسه له کرونا څخه پنځه سوه زره کسان مړه شوي دي.
یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یوه سلنه یې په سخت حال کې دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره دوه نیم میلیونه کسانو ته رسېدلې چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه جوړوي، دغه راز امریکا کې ۱۲۸ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
تر امریکا وروسته برازیل کرونا ډېره ځپلی، هلته یو میلیون او ۳۱۰ زره کسان پرې اخته، او ۵۷ زره کسان مړه شوي دي، دغه راز روسیه په درېیم مقام کې ده، هلته ۶۲۷ زره کسان پرې اخته ، خو څه کم نهه زره کسان مړه شوي دي.
تر یادو هېوادونو وروسته په هندوستان کې هم کرونا په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او هلته د ناروغانو شمېره ۵۰۰ زرو ته رسېدلې او ۱۵ زره کسان مړه شوي، دغه راز هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، فرانسه، هندوستان، جرمني، ایران ، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.
په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه څه دپاسه ۳۰ زره کسان پرې اخته، ۷۳۷ کسان مړه او تر یوولسو زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.