Language

​د پاکستان کراچۍ کې د ونډو پر بازار برید شوی، د بریدګرو په ګډون ۷ کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۹): د  پاکستان په ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې د ونډو بازار پر ودانۍ ډله ییز برید کې د څلورو بریدګرو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

د پاکستانۍ رسنیو د راپورونو له مخې، دغه برید نن له غرمې مخکې پر ځایي وخت شاوخوا لس بجې شوی دی.

د کراچي د پولیسو مشر غلام نبي میمن  ویلي چې بریدګر څلور وو چې د لسو دقیقو په ترڅ کې د پولیسو له خوا ووژل شول.

یاد پولیس چارواکي ویلي چې په دغه برید کې د یوه پولیس په ګډون درې نور کسان هم وژل شوي دي.

نوموړي ویلي چې بریدګر په یوه کرولا موټر کې راغلي وو.

چارواکو ویلي چې بریدګرو لومړی د ونډو بازار ودانۍ ته لاسي بمونه وغورځول او وروسته یې له ودانۍ نه بهر پر امنیتي پوستې ډزې هم وکړې.

ویل کېږي چې د دغه برید مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

login or register a new account.