ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د توغنديو لګېدو له امله اته کسان ټپيان شوي

author avatar
16 Jul 2020 - 15:04
author avatar
16 Jul 2020 - 15:04

غزني ښار (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٩): په غزني کې د ولسمشر د غونډې ځاى ته نږدې توغندي لکېدلي چې له امله يې د ملکي وګړو په ګډون اته کسان ټپيان شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني ديوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتيا نن سهار غزني ولايت ته ورغلى و، هلته يې د دغه ولايت له اوسېدونکو او مسوولينو سره ليدلي دي.

خو د ولسمشر غني له بېرته راتګ وروسته د غزني ښار د څو نورو سيمو ترڅنګ د هغه ځاى په سل متري کې هم  توغندى لګېدلی، چېرته چې د ولسمشر لپاره غونډه جوړه شوې وه.

د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت پژواک ته وويل چې د توغنديو د لګېدو له امله تر اوسه روغتون ته اته ټپيان انتقال شوي دي.

ده وويل چې په ټپيانو کې پنځه ملکي وګړي او پاتې نور يې حکومتي سرتېري دي.

دغه راز په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو درېیمې لوا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې نن سهار وسله والو طالبانو پر غزني ښار پنځه توغندي توغولي دي.

سرچينه وايي چې د دغو توغنديو د لګېدو له امله پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

خو بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولايتونو کې د ولسمشر د سفر پرمهال او د غونډو ځايونو ته يې نږدې توغندي لګېدلي چې له امله يې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.