جلال اباد (پژواک، ۱ زمری ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې خوږياڼو ولسوالۍ کې يې د وسله والو د ځپلو په موخه ګډو افغان ځواکونو عمليات پيل کړل.
چارواکي وايي، عمليات وروسته له هغه پيل شول چې طالب وسله والو په سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره جګړې ته زور ورکړ او د پرمختګ خطرات ډېر شول.
د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند د زمري په لومړۍ نېټه د دغه ولايت ملي امنيت رياست کې يو رسنيز کنفرانس ته وويل، چې نن سهار يې خوږياڼو ولسوالۍ کې د وسله والو ځپلو په موخه ګډو ځواکونو عمليات پيل کړل.
دی وايي: (( د ګډو ځواکونو د ښې همغږۍ په خاطر او د جلال اباد ښار او ولسواليو د ښه امنيت په موخه په خوږياڼو ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي دي، هلته به عمليات وسعت پيدا کوي، د هغو عملياتو ښه اغېزه به د جلال اباد د ښار او ولسواليو امنيت باندې وي او د امنيت ساحه به پراخېږي.))
د هغه په وینا، تر عملياتو وروسته پلان کې ده چې هلته به د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅونوالو د پوستو سربېره د نورو امنيتي ځواکونو پوستې هم جوړېږي چې له يوې خوا د سيمې امنيت دايمي وساتلی شي او له بلې خوا وسله والو ته د تحرکاتو او مخته راتګ اجازه ور نه کړي.
د ننګرهار سرپرست والي وويل، چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د عملياتو تر برياليتوب وروسته دغلته د رغنيزو پروژو د پيل پلان هم شته چې خلکو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.
هغه زیاته کړه، چې په سيمه کې وسله والو پر امنيتي ځواکونو بريدونه ډېر کړي و، نو ځکه يې د ځواب ورکولو لپاره دا عمليات پلان او نن سهار پيل شول.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار د امنيت د خرابوالي په اړه د خلکو اندېښنې ډېرې شوې دي.
د خلکو اندېښنې وروسته له هغه ډېرې شوې چې اوونۍ وړاندې پرله پسې څو ورځې جلال اباد ښار کې چاودنې وشوې او دغه راز ګڼو سوداګرو څخه د ښار په منځ کې پيسې وتښتول شوې.
login or register a new account.