ژبه

ننګرهار کې د طالب او داعش وسله والو په ګډون ۹ کسان نيول شوي

جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لوري په جلال اباد ښار او خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالب او داعش وسله والو په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۹ کسان نيول شوي دي.

چارواکي وايي، په نيول شوو کسانو کې د داعش ډلې د ښاري شبکې مهم غړي هم شامل دي، دغه راز يې د انسان تښتوونکو د يوې ډلې له بنده د يوه قاضي زوی هم خوشی کړی دی.

نيول شوي وسله وال د زمري په لومړۍ نېټه د ننګرهار ملي امنيت په رياست کې رسنيو ته وښودل شول او د اختطاف کوونکو له منګولو ازاد شوی شخص هم خپلې کورنۍ ته تسليم شو.

د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند وويل، د ملي امنيت سرتېرو په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال په جلال اباد ښار او خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو په ګډون ۹ کسان نيولي دي.

دی وايي، په نيول شوو کسانو کې د داعش وسله والې ډلې د ښاري شبکې څلور مهم غړي هم شامل دي چې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند په يو مارکېټ کې اوسېدل، له درې ميله تومانچو او دوو مخابرو سره نيولي دي.

د مومند په خبره، دغه راز درې طالب وسله وال، يو انسان تښتوونکی او يو کس د قتل په تور هم نيول شوو کسانو کې دي چې له نورو څېړنو وروسته به څارنوالۍ ته وپېژندل شي.

د ننګرهار سرپرست والي دا هم وويل چې د ملي امنيت سرتېرو د انسان تښتوونکو له بنده يو کس چې د يوه قاضي زوی دی، ازاد کړی او نن يې خپلې کورنۍ ته تسليم کړ.

دی وايي، تښتوونکو د تښتول شوي کس له کورنۍ دوه سوه زره ډالر غوښتل خو هغوی د ملي امنيت له سرتېرو مرسته غوښتې چې له کوم زيان پرته يې ازاد کړی دی.

د تښتول شوي کس ورور مومن وايي، تښتوونکو يې ورور (ثابت خان) څلوېښت ورځې وړاندې د جلال اباد ښار د شپږمې ناحيې اړوند اخوندزاده سيمې څخه تښتولی و او د ۲۰۰زره ډالرو غوښتنه يې کوله.

دی وايي، که څه هم تښتوونکي تر ۱۵۰زره ډالرو راغلي وو خو له دوی سره د پيسو توان نه و او له امنيتي ځواکونو يې د همکارۍ غوښتنه وکړه نو د امنيتي ځواکونو له خوا ورته نن وسپارل شو.

login or register a new account.

ورته موضوع