لښکرګاه (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۹) : د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي چې د کندهار پر لویه لاره د نهر سراج په سیمه کې پر افغان ځواکونو موټر بم برید شوی دی.
د ولایت مقام له خوا د زمري په لومړۍ نېټه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه تېره شپه لس نیمي بجې د نهرسراج په ولسوالۍ کې د کندهار- هلمند پر لویه لار رامنځته شوې او جګړې هم د شپې تر یوې بجې پورې دوام در لود.
سرچینې زیاته کړې، وسله والو طالبانو غوښتل د کندهار– لښکرګاه لویه لار سقوط کړي چي امنیتي ځواکونو يې مخنیوی وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو غوښتل لومړی د لويې لارې پر سر ماینونه ځای پر ځای کړي او وروسته یاده لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي چې افغان ځواکونو د وسله والو یاد لوی برید پر شا وتمباوه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نهرسراج ولسوالۍ اړوند شاهرا ته څېرمه د ګډو ځواکونو پر یوه ګډ مرکز موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې په ترڅ کې يې په لومړیو کې ۶ تنه ګډ افغان سرتېري ټپیان شوي وو چې وروسته يې ۲ تنو د سختو ټپونو له امله ساه ور کړ.
ولایت مقام وایي چې په دې نښته کې درې طالبان هم وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا پر افغان ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
login or register a new account.