جلال اباد (پژواک، ۸ زمری ۹۹) : د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار عامې روغتیا ریاست سره د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۳ وېنټلاټورونو مرسته وشوه چې په دې سره په دغه ولایت کې د شته وېنټلاټورونو شمېر پنځه څلوېښتو ته ورسېده چې بېلابېلو روغتیایي مرکزونو کې به ترې ګټه واخیستل شي .
یاد وینټلاټورونه د زمري په ۸ مه د ولایت رسینو دفتر کې د خبریالانو او یو شمېر مدني فعالانو پر وړاندې د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند له لوري د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني ته وسپارل شول .
د ننګرهار سرپرست والي تميم عارف مومند وويل، د عامې روغتیا وزارت پنځه سوه وینټلاټورونه اخیستي چې له یاد شمېر څخه یې ۲۳ ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ورکړي چې په دې سره په دغه ولایت کې د وینټلاټورونو شمېر پنځه څلوېښتو ته ورسېده او د کرونا ترڅنګ به د نورو ناروغیو پر مهال د مصنوعي ساه اخیستلو په موخه ترې ګټه واخیستل شي .
هغه له عامې روغتیا وزارت څخه مننه وکړه چې دې ولایت سره یې د وینټلاټورونو مرسته وکړه او عامې روغتیا رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې د اړتیاوو له مخې يې روغتیایي مرکزونو ته ورکړي .
نوموړي همدا راز پر ننګرهار مېشتو غږ وکړ، چې د لوی اختر په ورځو کې له ګڼې ګوڼې جوړولو څخه ډډه وکړي او د تېر په څېر روغتيايي لارښوونې تطبيق کړي، ترڅو د کرونا ويروس د لېږد مخه ونيول شي.
د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نصير احمد دراني وويل،د یاد هر وینټلاټور قیمت ۶۴۵ زره افغانۍ دی چې دې ولایت ته د ورکړل شویو ۲۳ وینټلاټورونو مجموعي قیمت ۱۴ میلیونه او اته سوه زره افغانۍ کیږي .
هغه زیاته کړه، یاد وینټلاټورونه له يوې کمپنۍ څخه اخیستل شوي چې د اړتیاوو له مخې به روغتیايي مرکزونو ته ورکړل شي او په هغو سیمو کې چې د کارونې په برخه کې يې ستونزه شتون ولري،په اړه به یې کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه هم ورکړل شي.
دیادونې ده چې د کرونا ناروغۍ په پیل کې د عامې روغتیا د هغه مهال وزیر ډاکټر فیروز ننګرهار ته د شپږو وینټلاټورونو دورکړې اعلان کړی و، خو وروسته د پژواک موندنو وښودله چې دا همالته وو، نوي نه وو ورکړل شوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










