منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوی کندهار قومي مشران: د افغانانو په مالکیت او مدیریت سوله غواړو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۹ کتنې

کندهار (پژواک، ٨ زمری ۹۹): د سوېلي زون سلګونو قومي مشرانو په یوه لویه غونډه کې د افغانانو په مالکیت او مدیریت پر سولې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د بهرنیو پر لاس سوله د منلو نه ده.

ویناوالو ملي امنیتي ځواکونه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتلونکي وبلل او له هغوی څخه یې بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

دغه راز د غونډې ګډونوالو د لوی اختر په شپو او ورځو کې د طالبانو له خوا د اوربند هرکلی هم وکړ خو یادونه یې وکړه چې اوربند باید نمایشي نه وي او پر مهال یې باید خلک خپلو سیمو ته د تګ راتګ اجازه ولري.

دغه غونډه د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو ګډون کړی و.

له هلمند څخه راغلي قومي مشر حاجي اختر محمد بادیزي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې جګړې له افغانانو هر څه اخیستي او نور هیڅ وګړی د جګړې دوام نه زغمي.

هغه ټینګار وکړ چې سوله باید یوازې او یوازې د افغانانو په مالکیت او مدیریت وي، ځکه د بهرنیانو پر لاس سوله نورې بدبختۍ له ځان سره لري.

ده د طالبانو له خوا د اختر په دریو ورځو او شپو کې د اوربند هرکلی وکړ خو ټینګار یې وکړ چې د اوربند پر مهال باید خلک خپلو سیمو ته د تګ راتګ اجازه ولري او اوربند باید نمایشي نه وي.

د نوموړي اشاره په دې اړه د وسله والو طالبانو هغې خبرپاڼې ته وه چې یادونه په کې شوې وه چې دولتي کسان د طالبانو سیمو ته او طالبان د دولت سیمو ته د تګ راتګ اجازه نه لري.

د کندهار ولایتي شورا غړي نعت الله شېردلي وویل، د لوی کندهار خلک داسې سوله نه غواړي چې د دې زون مشران ونډه په کې و نه لري.

ده زیاته کړه، لوی کندهار په جګړه کې ډېر قربانۍ ورکړي، په زرګونو انسان وژل شوي، په زرګونو بې کوره شوي نو ځکه په سوله کې د دوی ونډه د دوی حق دی.

هغه د امنیتي ځواکونو ننګه وکړه او ویې ویل، په سوله کې د هغوی پر برخلیک هیڅ راز معامله د منلو نه ده.

د فیض محمد بلوڅ په نوم یوه قومي مشر وویل، که که حکومتي لوری فکر کوي چې یوازې څو کورنۍ یا څو اشخاص به په واک کې وي نو دا یو خوب دی او په همدې توګه که طالبان فکر کوي چې سبا ټول نظام د یوه تحریک په لاس کې وي، نو دا هیڅ ممکنه نه ده.

د ده په خبره، ولس داسې سوله غواړي چې د افغانانو په اراده او مالکیت وشي، د ټولو حقونو په کې خوندي وي.

نوموړي پر ملګرو ملتونو او د اسلامي کنفرانس پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې په بین الافغاني مذاکراتو کې مستقیمه مداخله وکړي او د دې جریان نظارت وکړي.

ده هم امنیتي ځواکونه د هېواد د ځمکني بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتندویان وبلل او ویې ویل: ((هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د الغا فکر وکړي او یا د ډاکټر نجیب په څېر د اوسنی نظام د سقوط هڅه وکړي.))

ده ټینګار وکړ چې افغانان د تاریخ تکرار نه غواړي.

د ښځو په استازولۍ د کندهار د ولایتي شورا غړې زرغونې کاکړ هم د سولې په پروسه کې د لوی کندهار مشرانو او ښځو ته پر ونډې ورکولو ټینګار وکړ.

هغې پر طالبانو غږ وکړ چې د اختر په ورځو کې اعلان شوی درې ورځنی اوربند دې وغځوي څو بین الافغاني خبرو ته لار هواره شي.

کاکړ زیاته کړه چې د هېواد ښځې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، ځکه د هغوی قربانۍ دې چې دوی ته د ژوند د چارو د تر سره کولو زمینه برابره ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه