منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۸ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هرات د کوويډ – ۱۹ درې سوه بستریز غوریاني روغتون وتړل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

هرات ښار (پژواک، ۲۵ زمرى ۹۹): په هرات کې روغتیایي مسوولین په دغه ولایت کې د کوويډ – ۱۹ د درې سوه بستریز روغتون د تړلو خبر ورکوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي د دغه ولایت د کوويډ – ۱۹ غوریاني روغتون د تړلو لامل د کرونا ناروغانو د ۵۰ سلنه کموالى او دولتي لګښتونو کې سپمونه ښیي.

هغه زیاته کړه، دغه روغتون له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ولایتي کمېټې د پرېکړې له مخې تړل شوی دی.

د نوموړي په خبره، کله چې د ناروغانو شمېر ډېر شي، دغه روغتون به بیا فعالیت پیلوي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند له ښاریانو غواړي که پر کرونا ویروس اخته کېږي، نو ددغه ولایت کوويډ – ۱۹ شدایي او شهید رازي روغتونونو ته دې مراجعه وکړي.

سرچینه وایي چې اوس مهال د کوويډ – ۱۹ ناروغانو لپاره ۱۰۰ بسترونه په شیدایي او ۱۰۰ نور د کوويډ – ۱۹ په شهید رازي روغتون کې موجود دي.

 هغه زياته کړه چې اوس مهال ۵۸ ناروغان د کوويډ – ۱۹ په شیدایي او ۱۰ نور په شهید رازي روغتون کې موجود دي چې له ډلې یې د ۱۹ کسانو وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

 شیرزي ټینګار وکړ، که څه هم چې په هرات ولایت کې د ورځنیو ناروغانو په شمېر کې ډېروالی او کموالى نه دی راغلی؛ خو په وروستیو اوونیو کې د هغو ناروغانو شمېر چې بد وضعیت یې درلود، کم شوی دی.

په همدې حال کې د هرات پر اوسېدونکو ټینګار کوي چې کرونا اوس هم جدي ده او خلک یې باید له خطره بې پروا نه وي.

د هرات یوه اوسېدونکي عبدالاحمد پژواک ته وویل:«که څه هم له لوی اختر وروسته په هرات ښار کې ژوند عادي حالت غوره کړى او ډېری خلک فکر کوي چې نور کرونا پای وموند؛ خو زه فکر کوم چې اوس هم کرونا ګواښوونکې ده او خلک یې باید هېره نه کړي.»

د هرات یوه بل اوسېدونکي غلام حسین پژواک ته وویل:«ترڅو چې د کرونا واکیسن نه وي جوړ شوى، خلک باید دغه ویروس ساده ونه ګڼي.»

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست د ورځنیو شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې تراوسه پنځه زره او ۹۴۸ کسان په یاده ناروغۍ اخته شوي چې ۲۱۷ یې مړه او ۴ زره او ۳۶۸ هغه یې بېرته روغ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا