ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د سرو زرو، غوړیو او بورې بیې لوړې شوې دي

کابل کې د سرو زرو، غوړیو او بورې بیې لوړې شوې دي

author avatar
15 Aug 2020 - 15:59
کابل کې د سرو زرو، غوړیو او بورې بیې لوړې شوې دي
author avatar
15 Aug 2020 - 15:59

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۹۸): د تېرو اوونیو په نسبت په کابل ښار کې د سرو زرو، غوړیو او بورې بیې لوړې شوې؛ خو د قزاقي اړو بیه رالوېدلې ده.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه عمده پلورونکي امید حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې اوونۍ په نسبت نن د ۴۹ کیلوګرامه عمده قزاقي اوړو د پلور بیه له ۱۷۰۰ څخه ۱۶۷۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د سرچینې په خبره، د اړو بیه د قزاقستان په بازارونو کې هم راټیټه شوې ده.

خو نوموړی وایي چې د تېرو دوو انیو په پرتله نن د ۱۶ لېټره خورشید غوړیو د پلور بیه له ۱۲۴۸ نه ۱۵۴۰ افغانۍ او د ۵۰ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۲۴۰۰ نه ۲۴۵۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې د یادو توکو بیې د وارداتو د کموالي او په پاکستان کې د هغه د بیو لوړوالي له امله لوړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، نن لکه د اوونيو مخکې په څېر د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، یوه کیلو شین اندونیزیایی چای په ۳۲۰ او یوه کیلو تور فریقایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو پرچون توکو د پلور بیې د هغو د عمده پلور له بیو سره، په ځینو مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په تایمني کې یوه خوراکه پلورونکي محمد یوسف وویل چې نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو پرچون پلور بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۶۰۰، یوه کیلو ګرام اندنیزیایي شین چای په ۳۴۰ او یوه کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغاني پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یو پلورونکی محمد جاوېد وایي چې د تېرو دوو اوونیو په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۵۵۰ افغانیو۳۷۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ۵۸۵ عیارو روسي سرو زرو بیه له ۳۱۵۰ افغانیو ۳۲۳۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړی وایي په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیو له لوړوالي سره اړیکه لري.

د سون توکو بیو بدلو نه دی موندلی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.